اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د پاکستان کارپټ مېنوفېکچررز اېنډ اېکسپورټرز اېسوسي اېشن(پي سي اېم اي اے) پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي۔ په ملاقات كښې د لاس جوړ قالينونو برامداتو څانګې ته په پېښو مسئلو او دې ته آسانۍ وركولو لپاره په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشري پيټرن ان چيف عبداللطيف ملك او سينئر وائس چيئرمين …
وفاقي وزير جام كمال خان سره د پاکستان کارپټ مينوفيکچررز اينډ ايکسپورټرز ايسوسي ايشن پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د پاکستان کارپټ مېنوفېکچررز اېنډ اېکسپورټرز اېسوسي اېشن(پي سي اېم اي اے) پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي۔ په ملاقات كښې د لاس جوړ قالينونو برامداتو څانګې ته په پېښو مسئلو او دې ته آسانۍ وركولو لپاره په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پلاوي مشري پيټرن ان چيف عبداللطيف ملك او سينئر وائس چيئرمين عثمان اشرف كوله۔ په د موقع پلاوي وفاقي وزير دې صنعت ته د پېښو مسئلو او د نړيوال ارډرز ترسره كولو په لاره كښې ولاړو خنډانو نه خبر كړو۔ د ملاقات په مهال په اړوندو او د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ وفاقي وزير جام كمال ووئيل د لاس جوړ قالينونو پشمول ويليو اېډډ برآمداتو ته وده وركول د تجارت وزارت وړومبۍ ترجيح ده










