اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د پاکستان کېميکل مېنوفېکچررز اېسوسي اېشن پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي٬ په دې موقع د انجينئرنګ ډيوېلپمنټ بورډ سي اي او حماد منصور هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال کېميکل انډسټرۍ ته په پېښو مسئلو، راتلونكي بجټ او په مجوزه پېټرو کېميکل پالېسۍ تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ په دې …
هارون اختر خان سره د پاکستان کيميکل مينوفيکچررز ايسوسي ايشن پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) صنعت او پېدوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د پاکستان کېميکل مېنوفېکچررز اېسوسي اېشن پلاوي د زيارت په ورځ ليدلي٬ په دې موقع د انجينئرنګ ډيوېلپمنټ بورډ سي اي او حماد منصور هم موجود ٶ۔ د ملاقات په مهال کېميکل انډسټرۍ ته په پېښو مسئلو، راتلونكي بجټ او په مجوزه پېټرو کېميکل پالېسۍ تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د معاشي ترقۍ وژن له مخې صنعتونه مضبوطول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل د هېواد صنعتونه دا مهال هائي يوټيليټي کاسټ، لوړو ټېکسونو او د ګرانو پورونو په څېر مسئلو سره مخ دے خو حكومت د دې چېلنجونو حل لپاره عملي اقدامات كوي۔ په دې موقع په اړوندو او د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه










