اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) په خديجة الكبري امام بارګاه ترلائي اسلام آباد په 6 فروري ترسره شوي ترهګر بريد كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو له د وزيراعظم د اعلان كړې شوي رقم چيكونه وركړے شول۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسلام آباد سره د تعلق لرونكو 36 شهيدانو وارثانو ته د مرستې چېكونه ورسولې شوو۔ د هر يو …
په خديجة الكبري امام بارګاه ترلائي ترهګر بريد كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو له د وزيراعظم د اعلان كړې شوي رقم چيكونه وركړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) په خديجة الكبري امام بارګاه ترلائي اسلام آباد په 6 فروري ترسره شوي ترهګر بريد كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو له د وزيراعظم د اعلان كړې شوي رقم چيكونه وركړے شول۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسلام آباد سره د تعلق لرونكو 36 شهيدانو وارثانو ته د مرستې چېكونه ورسولې شوو۔ د هر يو شهيد وارث ته د 50 لكه روپو چېك وركړے شو۔ تونسه شریف، تله ګنګ، استور او سکردو سره د تعلق لرونكو 4 شهيدانو پسماندګانو ته چېكونه رسولې شي۔ وزیراعظم په 11 فرورۍ د ترلائي امام بارګاه دورې په موقع د شهيدانو وارثانو لپاره د 50 لكه روپو مرستې رقم اعلان كړے و۔










