روژه مباركه مونږ ته د تقوی٬صبر٬ايثار او د لويې څښتن سره د قربت درس راكوي۔د صدر مملكت آصف علي زرداري د روژې مباركې 1447 هجرۍ په پېل پیغام

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د روژې مباركي وركولو سره وئېلي دي چ روژه مباركه د ټول امت لپاره د رحمت٬بخښنې او د جهنم څخه د خلاصي عظيمه مياشت ده٬روژه مباركه مونږ ته د تقوی٬صبر٬ايثار او د لويې څښتن سره د قربت درس راكوي او زمونږ په انفرادي او اجتماعي ژوند له د اصلاح غوره موقع راكوي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د روژې مباركي وركولو سره وئېلي دي چ روژه مباركه د ټول امت لپاره د رحمت٬بخښنې او د جهنم څخه د خلاصي عظيمه مياشت ده٬روژه مباركه مونږ ته د تقوی٬صبر٬ايثار او د لويې څښتن سره د قربت درس راكوي او زمونږ په انفرادي او اجتماعي ژوند له د اصلاح غوره موقع راكوي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د روژې مباركې په پېل په خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل لويې څښتن په قرآن پاك كښې فرمائي ’’يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون‘‘ (سورۃ البقرہ: 183) ترجمه: ’’اے ایمان لرونكو په تاسو روژې فرض كړې شوې دي لكه څنګه چې ستاسو نه په وړاندې خلكو فرض كړی شوې وې۔ دغسې چې تاسو تقویٰ لرونكې جوړ شۍ”صدر ووئيل د روژې مبارك مياشت مونږ ته يادګيرنه كوي چې روژه يوازې د لوږې او تندې نوم نه دے بلكې د نفس د تربيې٬د كردار د پاكولي او د ذمه وارۍ د احساس عملي څرګندونه ده۔دا مياشت مونږ ته د صبر شكر٬د بخښنې او د مختاج سره د خواخوږۍ درس راكوي ٬ د دې نه بغېر يو صالح او ښېګړه لرونكې ټولنه جوړېدلې نه شي۔ده ووئيل روژه مباركه مونږ ته د قرآن پاك سره د خپل تعلق قوي كولو٬ د مونځ پابندي٬دعا او ذكر الهي د لارې د خپل روحاني ژوند تېرولو پیغام راكوي٬دا مياشت مونږ ته د شريك اخوت٬برداشت او اتحاد ته د ودې وركولو او د معاشرتي ناانصافو خاتمې لپاره د اجتماعي شعور بېدارولو تلقين كوي۔ده ووئيل نن پاكستان بيل سماجي او معاشرتي چېلنجونو سره مخ دے٬د روژې مباركه مياشت د صبر او اجتماعي يو والي پیغام راكوي٬ ده ووئېل دا مياشت مونږ ته د دې عزم تجديد موقع راكوي چې مونږ د ذاتي ګټې نه پرته د قامي ګټې او اجتماعي ښېګړو ته ترجيح وركړو٬ ده ووئېل لويې څښتن ته لاس په دعا يو چې مونږ له دې د روژې مباركې په حقيقي روح د پوهېدو او په دې د عمل كولو توفيق راكړي٬پاكستان ته دې امن٬استحكام او پرمختګ وركړي او زمونږ عبادتونه٬دعاګانې او نيك اعمال دې قبول كړي۔ده ووئيل لويې څښتن دې مونږ ټولو له د دې بركتي مياشت رحمتونو او بركتونو څخه د مستفيد كېدو توفيق راكړي۔

مزید خبریں