د روژې مبارك مياشت وليدلې شوه ٬د فرورۍ په 19مه نيټه د زيارت په ورځ به پاكستان كښې وړومبۍ روژه وي۔مولانا عبدالخبیر آزاد

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د رويت هلال كمېټۍ مركزي چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد وئېلي دي د هېواد په بيلو سيمو كښې د روژې مبارك مياشت وليدلې شوه او د فرورۍ په 19مه نيټه د زيارت په ورځ به په پاكستان كښې وړومبۍ روژه وي۔د رويت هلال كمېټۍ مركزي چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد پريس كانفرنس كښې مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډې نه پس د مياشت ليدلو اعلان و كړو۔ده ووئيل …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د رويت هلال كمېټۍ مركزي چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد وئېلي دي د هېواد په بيلو سيمو كښې د روژې مبارك مياشت وليدلې شوه او د فرورۍ په 19مه نيټه د زيارت په ورځ به په پاكستان كښې وړومبۍ روژه وي۔د رويت هلال كمېټۍ مركزي چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد پريس كانفرنس كښې مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډې نه پس د مياشت ليدلو اعلان و كړو۔ده ووئيل چ د پاكستان په بيلو سيمو كښې د روژې مياشت په نظر راغله ٬نن د زيارت په ورځ د فرورۍ په 19مه نيټه كال 2026 به يكم رمضان المبارك 1447 هجري وي۔د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه په پېښور كښې وشوه چې مشري يې د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد وكړه۔په غونډه كښې د مذهبي چارو وزارت ډي جي حافظ عبدالقدوس٬سپاركو نمائنده شوكت الله٬د موسميات محكمې نمائنده ډاكټر حسن علي بيګ او د سائنس اينډ ټېكنالوجي وزارت څخه زين العابدين شريك وو۔پیښور نه علاوه وفاقي پلازمينه اسلام آباد او نورو صوبائي دارالحكومتونو كښې هم د زونل كمېټو غونډې شووې۔د رويت هلال كمېټۍ مركزي غړي مفتي عتيق الله له مخې د مياشت ليدلو 5 شهادتونه تر ټولو وړومبې د بره دير څخه تر لاسه شول٬ مومند ضلعې څخه هم 6 شهادتونه زونل رويت هلال كمېټۍ پېښور ته ترلاسه شول ۔مفتي عتيق الله له مخې د مركزي رويت هلال كمېټۍ ته 40 شهادتونه ترلاسه شوي۔د غونډې څخه وړاندې د رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد د اولس څخه د روژې مبارك مياشت ليدلو خواست كښې وئېلي وو انشاﺀالله سږ كال به هم په ټول هېواد كښې يوځاے د روژې مباركې مياشت پېل شي

مزید خبریں