روژه مبارك نه يوازې د بدني عبادات مياشت ده بلكې د صبر٬نظم وضبط او د ذمه وارۍ د احساس د عملي تربيي او حقوق العباد د احترام درس وركوي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د روژې مباركې 1447 هجرۍ په پېل پیغام

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې مباركي وركولو سره وئېلي دي دا مقدس مياشت نه يوازې د بدني عباداتونو مياشت ده بلكې د ژوند په هره ورځ كښې د صبر٬نظم وضبط او د ذمه وارۍ د احساس عملي تربيه او ايثار و احساس٬معاشرتي ذمه وارو او د حقوق العباد د احترام درس وركوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې مباركي وركولو سره وئېلي دي دا مقدس مياشت نه يوازې د بدني عباداتونو مياشت ده بلكې د ژوند په هره ورځ كښې د صبر٬نظم وضبط او د ذمه وارۍ د احساس عملي تربيه او ايثار و احساس٬معاشرتي ذمه وارو او د حقوق العباد د احترام درس وركوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د روژې مبارك په مناسبت سره په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئېل د پاكستان او ټولې نړۍ مسلمانانو ته د روژې مباركې مياشت په پېل مباركي وركوم۔ده ووئيل چبې شكه دا عظيمه مقدس مياشت د لويې څښتن د خصوصي عنايت ده كومه چې مسلمانانو ته د خشوع و خضوع سره د عبادت ٬ تقویٰ او پرهيزګارۍ او روحاني پاكيزګۍ په څير د مذهبي اقدارو تازه كولو موقع وركوي۔روژه مبارك انفرادي او په اجتماعي كچه د عبادت حقيقي روح يعني كردار اصلاح٬شريك ايثار او احساس٬معاشرتي ذمه وارو او د حقوق العباد د احترام هم شعور وركوي۔ده ووئيل روژه د محض مذهبي فريضې د ادائيګۍ نه بلكې د ژوند په هره ورځ كښې د صبر٬نظم و ضبط او د ذمه وارۍ د احساس عملي تربيه ده ۔د قام په حېث هم د روژې مبارك مياشت مونږ ته د شريكو هڅو څخه د اجتماعي خيرسګالۍ او په خاص توګه د كمزورې طبقې خېرښېګړی پېغام راكوي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت د كمزورو طبقو هر ممكنه مرستې لپاره د روژې پیكج پېل كړے چې له مخې به يې مستحق كسانو ته په ښه طريقه د ډيجيټل والټ د لارې مالي مرسته منتقل شي دغسې چې ټولې كورنۍ په روژه كښې د پيشمني او روژه ماتي دسترخوان رونقونه قائم اوساتي۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې مونږ ته قرآن پاك په تعليمات٬اسوه حسنه او د دې مقدس مياشت په حقيقي عملي تربيت د عمل كولو توفيق راكړي۔ ده ووئېل د دې مقدس مياشت په پېل مونږ لاس په دعا يو چې لويې څښتن زمونږ انفرادي او اجتماعي عبادتونه او نيك اعمال قبول كړي او پاكستان ته امن٬استحكام٬پرمختګ او خوشحالۍ وركړي۔آمين

مزید خبریں