د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اولس زمونږ د پولو محافظ دے٬ هغوي ته كه هر څومره آسانۍ وركړې شي لږې دي: د وفاقي وزير انجينئر امير مقام خبري كنفرنس

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتسان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اولس زمونږ د پولو محافظ دے٬ هغوي ته كه هر څومره آسانۍ وركړې شي لږې دي ٬ مسلم ليګ ن كه په جي بي كښې په ګده كار وكړي٬ په ګلګت بلتستان كښې به د پرمختيائي كارونو جال خپور كړو٬ د اولسي مسئلو حل ته حكومت تر …

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتسان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئيلي دي د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اولس زمونږ د پولو محافظ دے٬ هغوي ته كه هر څومره آسانۍ وركړې شي لږې دي ٬ مسلم ليګ ن كه په جي بي كښې په ګده كار وكړي٬ په ګلګت بلتستان كښې به د پرمختيائي كارونو جال خپور كړو٬ د اولسي مسئلو حل ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي٬ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره د مسلم ليګ ن ملګرتيا وكړې٬ ګلګت بلتستان به د نړيوالې سېلګرۍ مركز جوړ كړو۔ هغه د جمعې په ورځ د حافظ حفيظ الرحمن او حاجي تابان پشمول نورو سره خبري كنفرنس كولو۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان نوموړو لارښودو په مسلم ليګ ن كښې د ګډون اعلان وكړو۔ ده نوو شاملو شوو لارښودو له مباركي وركولو سره ووئيل هيله ده چې دويې به مونږ مايوسه نه كړو او زمونږ د باور له مخې به هلې ځلې كوي۔ ده ووئيل د ګلګت بلتستان پرمختګ لپاره وفاقي حكومت مناسب بجټ بېل كړے ۔ امیر مقام ووئيل زما هڅه به وي چې كومه هم ذمه واري راكړې شي هغه به ترسره كړم٬ زه ګوند لپاره كار كوم او وزارت مې هم دې مقصد لپاره اخستے دے چې د اولس خذمت وكړم۔ ده ووئيل زمونږ حكومت د جي بي ځوانانو ته موقعې وركولو له دانش سكولونه جوړ كړل٬ هغوي ته يۍ لېپ ټاپ وركړل٬ د دې ځايې صلاحيت به په موقعو بدلول وي۔ ده ووئيل دلته مو د سولر سسټم منصوبې پېل كړي كومو څخه به چې 58 مېګا واټ برېښنا پېدا كيږي۔ دغسې ګلګت بلتستان ته مو د ټاكنو څخه وړاندې د اربونو روپو 4 دانش سكولونه وركړل۔ ده ووئيل د جي بي ځوانان دې په زړه پورې سباؤن له د مسلم ليګ ن ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل نواز شریف به په څو ورځو كښې د مظفر آباد دوره كوي٬ مريم نواز به هم هغه سره وي۔ ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د 100 مېګاواټ په منصوبو كار روان دے۔ امير مقام ووئيل د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير اولس زمونږ د پولو محافظ دے٬ هغوي ته كه هر څومره آسانۍ وركړې شي كمې دي۔ده ووئيل د جي بي پرمختګ بايد د نړيوال معيار له مخې وي دغسې چې دا د سېلګرۍ نړيوال حب جوړ شي۔ مونږ غواړو چې جي بي او آزاد كشمير پرمختګ وكړي۔

مزید خبریں