تل پاتې استحكام بس د پرمختګ٬سرمايه كاري او كاروباري باور اصل بنياد دے۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د ډهاكه ايوان تجارت او صنعت سره ناستې ته وينا

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي تل پاتې استحكام بس د پرمختګ٬سرمايه كارۍ او كاروباري باور اصل بنياد دے۔د شورو په ورځ د ډهاكه ايوان تجارت او صنعت سره معنې لرونكے او د اهميت وړ ناسته شوې چې پكښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه معاشي مرسته قوي٬فعاله او د نتيجې وړ به شراكتدارۍ بدلولو لپاره سنجيده او …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي تل پاتې استحكام بس د پرمختګ٬سرمايه كارۍ او كاروباري باور اصل بنياد دے۔د شورو په ورځ د ډهاكه ايوان تجارت او صنعت سره معنې لرونكے او د اهميت وړ ناسته شوې چې پكښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه معاشي مرسته قوي٬فعاله او د نتيجې وړ به شراكتدارۍ بدلولو لپاره سنجيده او جامع د خيالاتو څرګندونه شوې۔وفاقي وزير ووئيل ما د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا د بنګله دېش په جمهوري كاميابۍ مباركي او د نيكو هيلو پیغامونه رسولے او په دې حقيقت زور راوړلے شوے چې تل پاتې استحكام د پرمختګ٬سرمايه كارۍ او كاروباري باور اصل بنياد دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت پراخه امكانات په اړه تفصيلي خبرې شوي او دا امر رامخې ته كړے شوے چې شريكې منډيانې نړيوال مسابقت كښې ښكاره او موثر كردار ادا كولې شي۔ده د نيغ په نيغه پروازونو هركلي كولو سره رابطه كاري د معاشي پرمختګ بنيادي محرك وګرځوله ۔احسن اقبال د شريكې خوشحالي٬سيمه ايز استحكام او تل پاتې پرمختګ د عزم پخلې كولو سره ووئېل شريكه معاشي شراكتداري د يو محفوظ٬مستحكم او روښانه سباؤن حقيقي ضمانت دے۔

مزید خبریں