د غربت كمي او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د رمضان ريليف پېكج 2026 عملدرآمد به اړه د جاج اغستو غونډه

اسلام آباد 18فروری (اے پي پي )د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د غربت د كمي او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د رمضان رېليف پېكج 2026 عملدرآمد او انتظامي چمتوالي نيولو جاج اخستلو لپاره غونډه وشوه۔وفاقي وزير هدايت وكړو چې سټيټ بانك دې د نن څخه د رمضان رېليف روپو كريډټنګ سمدستي پیل كړي او سټيټ بانك به په وړومبي رمضان …

اسلام آباد 18فروری (اے پي پي )د وزيراعظم محمد شهباز شريف په سپارښتنه د غربت د كمي او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه په مشرۍ كښې د رمضان رېليف پېكج 2026 عملدرآمد او انتظامي چمتوالي نيولو جاج اخستلو لپاره غونډه وشوه۔وفاقي وزير هدايت وكړو چې سټيټ بانك دې د نن څخه د رمضان رېليف روپو كريډټنګ سمدستي پیل كړي او سټيټ بانك به په وړومبي رمضان د ټولو بانكونو آپړېشنل شتوالے باوري كوي دغسې چې مستحقين ته د كوم تعطل نه غېر روپۍ وركول ممكن شي۔د دې نه علاوه د مستحقينو پاتې بانك اكاؤنټس دې هم په ترجيحي بنيادونو پرانستلې شي۔سيد عمران احمد شاه د رابطې او نګرانۍ نظام موثر كولو لپاره د فوكل پرسنز مشتمل واټس ايپ ګروپ جوړولو او د پېشرفت په اړه د اپ ډيټس وركولو هم هدايت وكړو ۔وفاقي وزير د رمضان پیكج ډسبر سمنټ مانيټرنګ لپاره د جوړې كړی كوټې هم دوره وكړه چرته چې ريئل ټائم ډيش بورډ د لارې د كاركردګۍ جاج اخستلے كېږي ۔ډيش بورډ له مخې تراوسه نزدې دوه لكه كالز راغلي چې پكښې 95 زره څخه زيات كالز د آئي وي آر د لارې ترسره شوي او 23 زره نزدې كالز كال ايجنسټ نيغ په نيغه تر سره كړي۔وفاقي وزير بي آئي ايس پي ته هدايت وكړو چې كنټرول روم لږ تر لږه د روژې وړومبۍ عشرې كښې 24 ساعت ه ٬ 7 ورځې فعاله وساتئ۔په غونډه كښې نېشنل ډيټا بيس اينډ رجسټرېشن اتهارټي(نادرا)سټيټ بانك آف پاكستان٬د اطلاعات او خپرونو وزارت٬بينظير انكم سپورټ پروګرام(بي آئي ايس پي)نېشنل ټيلي كميونيكېشن كارپورېشن(اين ټي سي)٬ پريس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)او بانكونو نمائندګان ګډون وكړو ۔

مزید خبریں