اسلام د امن، زغم او د اخوت درس وركوي ،موجودہ حالات كښې د امتِ اتحاد ضروري دے، فیصل کریم کنډي

اسلام آباد۔18فروري(اے پي پي )د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي اسلام د امن، برداشت او اخوت درس وركوي ،موجودہ حالات كښې د امتِ اتحاد ضروري دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې د جمعیت اهلحدیث صدر علامه هشام الٰهي ظهیر په قیادت كښې راغلي پلاوي سره ملاقات کښې وګره ۔ پلاوي كښې قاضي عبد القدیر خاموش چیئرمین مسلم کرسچن فیډریشن انڼرنیشنل ، د …

اسلام آباد۔18فروري(اے پي پي )د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي اسلام د امن، برداشت او اخوت درس وركوي ،موجودہ حالات كښې د امتِ اتحاد ضروري دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده ګورنر هاؤس اسلام آباد كښې د جمعیت اهلحدیث صدر علامه هشام الٰهي ظهیر په قیادت كښې راغلي پلاوي سره ملاقات کښې وګره ۔ پلاوي كښې قاضي عبد القدیر خاموش چیئرمین مسلم کرسچن فیډریشن انڼرنیشنل ، د كټاب ډاکټر عبد القادر الجزائري د اے ټرو لیډر ليكوال جون ډبلیو کیسر، د امن و تعلیم ادارې مشر ډاکټر سید اظهر حسین او سید اسامه اجمل قاسمي چیئرمین پاکستان پیس کونسل هم شامل وو ۔ ملاقات كښې د شرېكې خوښې په چارو ، په بین المذاهب هم غږۍ، په قامي اتحاد او په معاشرتي استحکام خبرې وشوې ۔ګورنر ووئېل پاکستان ته د پیښو چیلنجز مقابلې لپاره به ټولو مکاتبِ فکر له يو كېدل وي ۔ ده زور راوړو چې مذهبي شخصیات او دیني ګوندونه دې د محراب و منبر استعمال په ذمه وارۍ سره وكړي او قام كښې د انتشار پیدا کوونكو عناصر عزائم ناکامه كولو كښې دې خپل مؤثر کردار ادا کړي ۔د پلاوي مشر علامه هشام الٰهي ظہیر د ګورنر قامي یووالي او بین المذاهب هم غږۍ له د هڅو ستائنې سره ووئېل مذهبي قیادت به ټولنه كښې امن، روادارۍ او د ورورولۍ دې له خپل ګتور مثبت کردار روان ساتي۔

مزید خبریں