د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د ملت ټريكټرز سي اي او سكندر مصطفٰی ملاقات٬د پاكستان آټو او ټريكټر سيكټر د سباون په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وكړه

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د ملت ټريكټرز سي اي او سكندر مصطفٰی سره مهم ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان آټو او ټريكټر سيكټر د سباون په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشې۔د صنعت او پېداوار وفاقي سېكرټري كيپټن(ر)سيف انجم هم په غونډه كښې شريك ؤ ۔د ملاقات په مهال مجوزه آټو پالېسۍ٬ټريكټر پالېسۍ او دانجينئرنګ سيكټر كښې د …

اسلام آباد 18فروری (اے پی پی)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان د ملت ټريكټرز سي اي او سكندر مصطفٰی سره مهم ملاقات كړے چې پكښې د پاكستان آټو او ټريكټر سيكټر د سباون په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشې۔د صنعت او پېداوار وفاقي سېكرټري كيپټن(ر)سيف انجم هم په غونډه كښې شريك ؤ ۔د ملاقات په مهال مجوزه آټو پالېسۍ٬ټريكټر پالېسۍ او دانجينئرنګ سيكټر كښې د ځايې مينو فيكچرنګ او انډیجنائزیشن په وده تفصيلي خبرې وشوي۔هارون اختر خان ووئېلي د وزيراعظم شهباز شريف هدايات په رڼا كښې جامع او مستبل آټو او ټريكټر پالېسي به ډېر زر وړاندې كړی شي۔ده زور راوړو چې د دې پالېسۍ په تيارۍ كښې آټو سيكټر ته ورمخې ته شوې ټول چېلنجونه او مسائل به تر نظره ساتلې شي دغسې چې يو متوازن او په پرمختګ اډانه فريم ورك جوړ كړے شي۔د حكومت وژن رامخې ته كولو سره هارون اختر خان ووئېل د پاكستان آټو سيكټر بې شمېره صلاحيت لري او ځايې مينو فيكچرنګ او د انډیجنائزیشن ودې د لارې ښكاره پرمختګ كولې شي۔خاص مرستيال د انجينئرنګ ډوېلپمنټ بورډ ته هدايت وكړو چې د آټو او ټريكټر سيكتر ټول سټيك هولډرز څخه جامع مشاورت باوري كړي دغسې چې يو جامع٬عملي او تل پاتې د صنعتي پرمختګ وړ پالېسي فريم ورك جوړول ممكن شي۔

مزید خبریں