اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د پاكستان وزيراعظم لخوا د جوائنټ عوامي اېکشن کمېټۍ سره په شوې لوظنامه عملدرآمد لپاره جوړې كړې مانیټرنګ و عملدرآمد کمېټۍ وئيلي دي كمېټۍ سره د شوې لوظنامې 37 نکات كښې په 17 عملدرآمد شوے دے٬ د كډوالو چوكو ختمولو لپاره آئيني كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ د دغې كمېټۍ غونډه به په 26 فرورۍ كيږي٬ د بده مرغه جوائنټ عوامي اېكشن كمېټي د عملدرآمد كمېټۍ …
احتجاج د كومې مسئلې حل نه دے ٬ مسئلې به په خبرو اترو حل كيږي٬ جوائنټ عوامي ايكشن كميټۍ سره په لوظنامه عملدرآمد لپاره د مانيټرنګ او عملدرآمد كميټۍ غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د پاكستان وزيراعظم لخوا د جوائنټ عوامي اېکشن کمېټۍ سره په شوې لوظنامه عملدرآمد لپاره جوړې كړې مانیټرنګ و عملدرآمد کمېټۍ وئيلي دي كمېټۍ سره د شوې لوظنامې 37 نکات كښې په 17 عملدرآمد شوے دے٬ د كډوالو چوكو ختمولو لپاره آئيني كمېټي جوړه كړې شوې ده۔ د دغې كمېټۍ غونډه به په 26 فرورۍ كيږي٬ د بده مرغه جوائنټ عوامي اېكشن كمېټي د عملدرآمد كمېټۍ غونډې ته له راتللو څخه وروستو كيږي ، احتجاج د كومې هم مسئلې حل نه دے ٬ مسئلې به په خبرو حل كيږي٬وفاقي حكومت د آزاد كشمير پرمختګ او اولسي خېر ښېګړې له جدي دے٬ دانش سكول ٬ لېپ ټاپ سكيم او نور اقدامات د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې اېكشن كمېټي به د د راروانې غونډې برخه جوړه شي۔ د شورو په ورځ په جمو وكشمير كونسل كښې جوائنټ عوامی اېکشن کمېټۍ سره په شوې لوظنامه عملدرآمد لپاره د مانيټرنګ او عملدرآمد كمېټۍ غونډه وشوه۔ غونډې څخه وروستو د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ، د آزاد کشمیر حکومت وزيرانو قاسم مجید او دیوان علی خان چغتائی سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل په غونډه كښې د جوائنټ عوامي اېکشن کمېتۍ دوه نومولے شوو غړو ګډون ونه كړو۔ په غونډه كښې جوائنټ اېکشن کمېټۍ سره په شوې لوظنانه د پېشرفت او عملدرآمد جاج واغستلے شو۔ چیف سېکرټری آزاد کشمیر په دې اړه غونډه ته بريفنګ وركړو۔ انجینئر امیر مقام ووئيل د بده مرغه د كشميري اولس مسئلې حل كولو له په روانو خبرو كښې اېكشن كمېټۍ ګډون ونه كړو٬ د كډوالو 12 چوكو لپاره يوه آئيني كمېټي جوړه كړې شوې٬ د دغې غونډه به په 26 فرورۍ كيږي۔ هيله چې اېكشن كمېټي به هغې كښې ګډون وكړي۔ ده ووئيل كمېټۍ سره د شوې لوظنامې له مخې د آزاد كشمير په نوي حكومت كښې 20 وزيران او سېکرټریز شامل دي٬ كډوالو غړو ته په كابينه كښې نمائندګي نه ده وركړې شوې ۔ اېكشن كمېټۍ سره د شوې لوظنامې په 37 كښی په 17 نكات عملدرآمد شوے دے په كومو كښې چې د کابینې حجم تر 20 راوستل ٬ د معطل كړے شوو ملازمينو بحالي ٬ د 3 ستمبر 2025ء متشدد پېښو كښې د حق رسېدلو كسانو وارثانو ته د معاوضې ادائيګي٬ د ارواښاد اظهر ورور له ملازمت وركول او ژوبل شوو ته 12 كروړ روپۍ معاوضه وركول شامل دي۔ دې سره سره په مېرټ داخلې ٬ د ټرانسپورټ پالېسۍ جاج اغستل ٬ د ګرفتار كړو مظاهرچنانو خوشې كولو او د پنجاب او سندھ برابر پراپړټي ټېكس نفاذ په شمول په نورو يو شمېر نكتو عملدرآمد شوے دے۔ امير مقام ووئيل د بجلۍ نظام بهترۍ لپاره د وفاقي حكومت لخوا د 10 اربه روپو وركولو كار وروستو پړاونو كښې دے٬ كشمير كالوني ٬ واټر سپلائي سكيم ٬ سالډ وېسټ منېجمنټ منصوبه په كلن پرمختيائي پروګرام 2025-26ء كښې شامل كړے شوے۔ ده ووئيل بېنک آف اے جے کے ته د شېډولډ بېنك درجه وركولو له د آزاد كشمير حكومت لخوا د دې ذخائر تر 10 اربه روپو رسولو له انتظامات شوي دي۔ د طلبا يونين بحالۍ له وزارتي كمېټي جوړه كړې شوې ده٬ میرپور ایئرپورټ جوړولو سره اړوند فزېبلټی په وروستي پړاؤ كښې ده او د دصس رپورټ د دفاع وزير ته رسېدلے دے۔ ده ووئيل اېكشن كمېټۍ سره د شوې لوظنامې په ځينې نكات عملدرآمد كښې د وروستو والي سبب په دې اړه عدالتونو كښې روان كېسونه هم دي۔ ده ووئيل د وفاق لخوا په 5 دانش سكولونو٬ يو دانش پوهنتون او نورو پوهنتونونو كښې زده كړې ترلاسه كوونكو ته وېړېا لېپ ټاپ وركړے شول، وزیراعظم په خپله مظفرآباد كښې زده كوونكو ته لېپ ټاپ وركړل٬ د كډ والو ګزاره الاؤنس 5 زره د كولو غوښتنه شوې وه كومه چې وزيراعظم 6 زره روپۍ كړه۔ ده ووئيل د احتجاج او پرلت سياست څخه هېڅ هم نه جوړيږي ٬ اېكشن كمېټي دې مونږ سره كښېنی ٬ په څومره تندۍ سره چې دهغوي سره د شوو لوظنامو په نكات عملدرآمد شوے هغه مثال نه لري۔ په دې موقع طارق فضل چوهدري ووئيل جوائنټ عوامی اېکشن کمېتۍ سره د شوې لوظنامې مانیټرنګ او عملدرآمد لپاره د وزيراعظم لخوا تشكيل كړې كمېټۍ د هغې د جدي كېدو او كشميري اولس له د آسانيو وركولو عكاسي كوي۔ ده ووئيل د بجلۍ انفراسټركچر ښه كولو له وفاق 10 اربه روپۍ وركوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې اېكشن كمېټي به د راروانې غونډې برخه شي۔ ده ووئيل په معرکه حق كښې د عامو وګړو په شهادتونو وزيراعظم تر ټولو وړاندې مظفرآباد ته راتګ سره پسماندګانو له معاوضه وركړه او دا د كشمير په پرمختګ او د مسئلو په حل كښې د وزيراعظم د جدي كېدو عكاسي كوي۔ د آزاد کشمیر حکومت وزیر چوهدری قاسم مجید ووئيل جوائنټ اېكشن كمېټۍ سره په شوې لوظنامې 99 فيصد عملدرآمد شوے دے٬ كمېټي بايد ډېډ لاك ختم كړي۔ دغسې چې چارې په ښه ډول مخ په وړاندې لاړې شي۔ امیر مقام ووئيل د وفاقي او آزاد کشمیر حکومت دا ښكاره دريځ دے چې احتجاج د كومې هم مسئلې حل نه دے ٬ مسئلې به په خبرو حل كيږي۔(اے پي پي وا ض ض ١٧٣٩)










