په بنګله ديش كښې د مخالفې ډلې مشر سره په زړه پورے ملاقات وشو: احسن اقبال

ډھاکه۔18فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزيراحسن اقبال وئيلي دي چې په بنګله دېش كښې د مخالفې ډلې مشر سره په زړه پورې او بامعني ملاقات وشو په كوم كښې چې په ګډ احترام ٬ سيمه ايزه همغږۍ او سماجي او معاشي همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په اېكس وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو او …

ډھاکه۔18فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزيراحسن اقبال وئيلي دي چې په بنګله دېش كښې د مخالفې ډلې مشر سره په زړه پورې او بامعني ملاقات وشو په كوم كښې چې په ګډ احترام ٬ سيمه ايزه همغږۍ او سماجي او معاشي همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په اېكس وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو او اقتصادي همكارۍ ته د لا ودې ركولو عزم څرګندونه وكړه او په دې موقع يۍ د وزيراعظم شهباز شريف نېكو هيلو سره د مخالفې ډلې مشر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه۔ احسن اقبال ووئيل چې دې ملاقات زما د طالبعلمۍ د ورځو ياد تازه كړو كله چې ما په يو اي ټي لاهور كښې د اسلامي جمعيت طلبه ګروپ سره تړون لرلو او د طالبعلمانو په سياست كښې مې فعاله كردار ترسره كولو۔ دده وېنا وه چې هغه دور د زده كړې ٬ مكالمې او د عام اولس شعور تشكيلولو مهم پړاؤ و۔ ده د بنګله دېشي اولس د مينې ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه اولسي تړون او همكاري به په سبان كښې لا مضبوطه شي كومه به چې په منطقه كښې د استحكام او سوكالۍ سبب وګرځي۔

مزید خبریں