اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت په تر سېوري لاندې د كال 1447 هجري د روژې مباركي مياشت ليدلو لپاره (نن) د شورو په ورځ د مرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه په پېښور او د زونل كمېټۍ غونډه به اسلام آباد كښې كېږي ۔ د سرکاري اعلاميه له مخئ د مرکزي رويت هلال کميټي مهمه غونډه به د شورو په ورځ ماښام د اوقاف محكمې …
د روژې مباركي مياشت ليدلو لپاره به (نن) د مرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه پېښور او د زونل كمېټۍ غونډه به اسلام آباد كښې كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت په تر سېوري لاندې د كال 1447 هجري د روژې مباركي مياشت ليدلو لپاره (نن) د شورو په ورځ د مرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه په پېښور او د زونل كمېټۍ غونډه به اسلام آباد كښې كېږي ۔ د سرکاري اعلاميه له مخئ د مرکزي رويت هلال کميټي مهمه غونډه به د شورو په ورځ ماښام د اوقاف محكمې په ودانۍ كښې په عيدګاه چارسده روډ كښې د رويت هلال کميټي چيئرمين مولانا سيد محمد عبد الخبير آزاد په مشرۍ كښې كېږي او د زونل رويت هلا ل کميټۍ غونډه به ماښام 05:30 بجې د مذهبي چارو وزارت كښې كېږي٬ ګرد هېواد كښې د شهادتونو تر لاسه كېدو نه پس به د روژې مباركې د پېل حتمي اعلان د مركزي روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن پېښور څخه كوي٬ اولس ته خواست دے چې د مياشت ليدولو شهادتونو په اړه معلومات مولانا سيد محمد عبد الخبير آزاد ته په 9410041-0321، حافظ عبدالقدوس (ډائريکټر) ته په 2697051-0333، داکټر شاهد الرحمان (ډپټي ډائريکټر) ته په دې 7681372-0331 / 4906940-0314 نمبر وركولو لبره رابطه وكړي۔










