اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني بنګله ديش كښې په اوسنو ټولټاكنو كښې په كاميابۍ دبنګله ديش نيشنلسټ پارټي (بي اېن پي) ته مباركي وركولو سره نوي ټاكلي شوي وزيراعظم طارق رحمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده نوي ټاكلي وزيراعظم طارق رحمان ته په چوكۍ سنبهالولو او د نوي حكومت په تشكيل مباركي …
سيد يوسف رضا ګيلاني د بنګله ديش نيشنلسټ پارټي ته په ټولټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه٬ نوي ټاكلي وزيراعظم طارق رحمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني بنګله ديش كښې په اوسنو ټولټاكنو كښې په كاميابۍ دبنګله ديش نيشنلسټ پارټي (بي اېن پي) ته مباركي وركولو سره نوي ټاكلي شوي وزيراعظم طارق رحمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې ده نوي ټاكلي وزيراعظم طارق رحمان ته په چوكۍ سنبهالولو او د نوي حكومت په تشكيل مباركي وركولو سره د هيله څرګنده كړه چې د دوي په مشرۍ كښې به بنګله ديش جمهوري استحکام او د سماجي او معاشي ترقۍ په لاره روان وي۔ ده په سپېځلو او سوله ايزو ټاكنو د اړوندو ادارو د كردار ستائنې كولو سره ووئيل چ مضبوط جمهوري عمل په منطقه كښې د استحكام ضمانت دے۔ ده د پاكستان او بنګله دېش ترمېنځه د تاريخي او اولسي روابطو لا مستحكم كولو٬ پارلماني مرستې او همكارۍ ته د ودې وركولو په ضرورت زور رواړو او د دواړو هېوادونو روښانه سباون لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔










