د روژه ماتي او پشنمي په مهال د تعطل نه غېر برېښنا دې باوري كړے شي ۔ د سردار اويس لغاري امر

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير ډويژن سردار اويس لغاري د روژې مباركي په مياشت كښې د روژه ماتي او پشنمي په مهال د تعطل نه غېر د برېښنا باوري كولو احكامات جاري كولو سره ووئيل د روژه ماتي او پشنمي په مهال د تعطل نه غېر برېښنا دې باوري كړې شي ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د پاور ډويژن وفاقي وزير ډويژن سردار اويس لغاري د روژې مباركي په مياشت كښې د روژه ماتي او پشنمي په مهال د تعطل نه غېر د برېښنا باوري كولو احكامات جاري كولو سره ووئيل د روژه ماتي او پشنمي په مهال د تعطل نه غېر برېښنا دې باوري كړې شي ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د روژې په مياشت كښې د كے- الېكټرك پشمول د بجلۍ ټولو كمپنو لپاره اېس او پيز جاري كړې شوي دي ۔ ده ووئيل ټول ډسکوز ته د بجلۍ د صارفين د شكايتونو ازالې لپاره امر شوے دے او دوي ته د كنټرول روم جوړولو هم امر شوے دے۔ ده ووئيل د هائي لاسز په سيمو كښې د بجلۍ د غلا لاره نيولو كمپائن له مخئ د ډيل كولو احكامات هم جاري كړې شوي ۔ ده ووئيل په روژه كښې به د زياتو زيانونو په سيمو كښې لوډ مينجمنټ د روژه ماتي او پشنمي نه علاوه وختونو كښې د اېډجسټ كولو پرېكړه شوې ده او ډسکوز ته د غېر اعلانيه لوډ شيډنګ نه د ډډې كولو امر شوے دے۔

مزید خبریں