اسلام آباد۔17فروري (اے پي پي)د بین الصوبائي رابطې ډویژن وفاقي وزير رانا ثناء اللہ خان آسټریلیا اوسنۍ دورې په مهال د پاکستان هاکي فیډریشن (پي ایچ ایف)د مبینه بدانتظامۍ سخت نوټس اغستے دے ۔ د نهې په ورځ د پي ایس بي نه جاري بیان كښې وفاقی وزیر په پیښه د زياتې اندیښنې څرګندونې كولو سره ووئېل د پي ایچ ایف د انتظامیه په اقدامات د هېواد او هاکۍ لوبې …
د بین الصوبائي رابطې وفاقي وزير رانا ثناء اللہ خان د آسټریلیا اوسنۍ دورې په مهال د پي ایچ ایف د مبینه بدانتظامۍ نوټس

مزید خبریں
اسلام آباد۔17فروري (اے پي پي)د بین الصوبائي رابطې ډویژن وفاقي وزير رانا ثناء اللہ خان آسټریلیا اوسنۍ دورې په مهال د پاکستان هاکي فیډریشن (پي ایچ ایف)د مبینه بدانتظامۍ سخت نوټس اغستے دے ۔ د نهې په ورځ د پي ایس بي نه جاري بیان كښې وفاقی وزیر په پیښه د زياتې اندیښنې څرګندونې كولو سره ووئېل د پي ایچ ایف د انتظامیه په اقدامات د هېواد او هاکۍ لوبې ته زيان رسېدلے دے ۔ ده ووئېل داسې رویه د قبولولو وړ نه ده او دا به بيخي برداشت نه كړې شي۔رانا ثناءاللہ خان خبردارے وركړو چې د ذمه وارو خلاف به سخته کارروائي كولې شي چې څوك هم د بدانتظامۍ او د لوبو د بدنامولو مرتکب وموندلے شوو٬ هغه به په هيڅ صورت ونه زغملے شي ۔ د وفاقي وزیر دفتر د دې معاملې پلټنې پېل كړې دي او ذمه وارو له به د نتيجو سره مخ كېدل وي ۔ ده ووئېل حکومت په هېواد كښې د لوبو ودې له عزم لري او د داسې اقادات مخ نيوے باوري كوي










