د بي آئې ايس پي د روژې مباركې مياشت نه وړاندې د مختلف فلېګ شپ پروګرامز د وظائف زياتولو اعلان٬ د بي آئې ايس پي چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد اے پي پي سره مركه

اسلام آباد۔ 17 فروري (اے پي پي) د بے نظيرانكم سپورټ پروګرام (بي آئې ايس پي) د روژې مباركې مياشت نه وړاندې د خپلو بېلا بېلو فلېګ شپ پروګرامز د وظيفو زياتولو اعلان كړے دے ٬ چې ورسره به ګرد هېواد كښې يو كروړ كورنيو ته ريليف تر لاسه شي۔ د بي آئې ايس پي چيئرپرسن سنېټر روبينه خالد “ اے پي پي” ته خاص مركه كښې ووِئېل د بے …

اسلام آباد۔ 17 فروري (اے پي پي) د بے نظيرانكم سپورټ پروګرام (بي آئې ايس پي) د روژې مباركې مياشت نه وړاندې د خپلو بېلا بېلو فلېګ شپ پروګرامز د وظيفو زياتولو اعلان كړے دے ٬ چې ورسره به ګرد هېواد كښې يو كروړ كورنيو ته ريليف تر لاسه شي۔ د بي آئې ايس پي چيئرپرسن سنېټر روبينه خالد “ اے پي پي” ته خاص مركه كښې ووِئېل د بے نظير كفالت پروګرام درې مياشتيز قسط د 13500 نه 14500 روپو ته رسولے شوے دے ٬ د زر روپو زياتېدو سره به روپۍ په روژې مياشت كښې وركړے شي ۔دې دا ګام د مستحقينو لپاره د روژې مياشتې ډالې ګرځولو سره ووئېل حكومت د زمكيزو حقائقو او د ګرانۍ اثرات تر مخه په مرسته كښې زياتوالے كوي ٬ زموڼږ مقصد په كمزورو طبقو معاشي فشار كمول دي۔ دې ووئېل په بے نظير تعيلمي وظائف پروګرام كښې هم د 500 روپو زياتوالي منظوري وركړې شوې ٬ هغه ماشومان د چا د سكول حاضري چې د لږې نه لږه 70 فيصد وي هغوي ته به د نغدې مرستې په لړ كښې زياته شوې وظيفه وركولې شي ٬ دغسې چې خپل تعليم روان وساتلے شي او داسې د بينظير نشونما پروګرام ترمخه 500 روپۍ د زياتولو منظوري هم وركړی شوې٬دا پروګرام د اميدوارو ميرمنو او پيو وركوونكو ميئندو غذائي سپليمنټس او د مالي مرستې لپاره دے۔سينيټر روبينه خالد ووئيل يوه صحت منده مور بس د يو صحت مند نسل ضامن وي او دا پروګرام په كوچنيانو كښې د غذائي كمي او د روزنې د مسائلو په مخ نيوي كښې مهم كردار ترسره كوي۔دې د مالي شموليت په حقله دا يو مهم ګام ګرځولو سره ووئيل د مستحق ميرمنو لپاره يو كروړ بينك اكاؤنټس پرانستلې شوي كوم چې يو تاريخي پېشرفت دے۔دې ووئيل د نوې ډيجيټل نظام ترمخه مستحقو ميرمنو ته د بي آئي ايس پي دفترو او خاص څانګو نه وړيا سم جاري كيږي كوم چې به د ډيجيټل والټس سره تړلے وي۔په هر قسط وركولو به ميرمنو ته په ايس ايم ايس خبرتيا ترلاسه كيږي او دوي به د خپلو ضرورياتو ترمخه روپۍ ويستلې شي۔سينيټر روبينه خالد ووئيل د سټيټ بانك آف پاكستان په مرسته بي آئي اېس پي د خپلو 7 همكارانو بانكونو سره انټر آپريبلټي معارفي كړی ده۔د دې نه وړاندې هر مستحقه به تر يو خاص بانك اكاؤنټس محدود ساتلې شوه خو د نوې نظام ترمخه هغه اوس د كوم هم نزدې پارټنر بانك يا د نزدې د باور جوګه ايجنټ څخه روپۍ اغستلې شي۔دې دا تاثر مسترد كړو چې د سماجي تحفظ پروګرام انحصار ته وده وركوي۔دې ووئيل دا خلق محنتيان دي خو په آمدن او خرڅونو كښې توازن نشي ساتلے۔د نړۍ په پرمختګ كړو هېوادونو كښې هم د سماجي تحفظ نظام موجود دے او د بي آئي اېس پي مقصد مستقل انحصار نه بلكې وقتي سهارا وركول دي دغسې چې مستحقين په عزت سره مخ په وړاندې لاړ شي۔د هنرمندۍ ودې په حقله دې د هنرمند پروګرام ذكر وكړو كوم چې د شهيدې بينظربهټو د سالګرې په موقع پېل كړے شوے ۔ د دې پروكرام ترمخه نزدې 1500 تربيه لرونكې كسان به زر فارغ التحصيل شي او 5 زره نوو ګډون كوونكو ته به د بيلو ادارو په مرسته د ځايې او نړيوالو منډيانو ترمخه هنر ورښودلې شي۔سينيټر روبينه خالد اولس ته غږ وكړو چې د روژې مياشت د خذمت او خواږګۍ مياشت وګرځوۍ۔دې ووئيل روژه يوازې د لوږې تندې د زغملو نوم نه دے بلكې د ناوړه رويو پريښودو او نورو سره د ښېګړی كولو درس وركوي۔دې زور راوړو چې خوشحالۍ د لږې وسيلې لرونكو سره اوويشې ٬ د چا حق مه وهئ دغسې چې دا روژه د ټولو لپاره د آسانۍ او رحمت پېغام وګرځي۔

مزید خبریں