د بنګله ديش نيشنلسټ پاړټي چيئرمېن طارق رحمان د نوي وزيراعظم په حيث سوګند پورته كړو

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د بنګله ديش نيشنلسټ پارټي (بي اين پي) چيئرمېن طارق رحمان د نهي په ورځ د هېواد د نوي وزيراعظم په حيث سوګند پورته كړو ۔ډھاکه ټريبيون رپورټ له مخې صدر محمد شهاب الدين هغه څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو دستوره قامي پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې وشوه۔دې نه پس صدر د کابينې غړو څخه هم سوګند واخست۔دې نه وړاندې 11 نيمي بجې د …

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د بنګله ديش نيشنلسټ پارټي (بي اين پي) چيئرمېن طارق رحمان د نهي په ورځ د هېواد د نوي وزيراعظم په حيث سوګند پورته كړو ۔ډھاکه ټريبيون رپورټ له مخې صدر محمد شهاب الدين هغه څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو دستوره قامي پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې وشوه۔دې نه پس صدر د کابينې غړو څخه هم سوګند واخست۔دې نه وړاندې 11 نيمي بجې د بي اين پي نوو ټاكلے شوو غړو سره دپارليماني پاړټي غونډه وشوه ٬ چرته چې طارق رحمان د پارليماني پاړټي لارښود وټاكلے شو ۔د بي اين پي نوو ټاكلے غړو د قومي پارليمنټ ساؤتھ پلازه كښې سوګند پورته كړو ۔ چيف اليکشن کمشنر اے ايم ايم ناصر الدين هغوي څخه سوګند واخست۔هېواد كښې په 12 فروري شوو ټاكنو كښې د بنګله ديش پارليان 76 فيصده غړي په وړومبي ځل ټاكلې شوې۔په وړومبي ځل ټاكلے شوو شوې پرلماني غړو كښې د 150 تعلق د بي اين پي او هغوي اتحاديانو څخه دے دغسې د جماعت اسلامي او د هغوي د اتحاديانو کاميابو شوو 77 كانديدانو كښې 72 په وړومبي ځل منتخب شوې۔د ذكر وړ يوه خبره دا ده چې بنګله ديش كښې 36 كاله پس كوم نارينه وزيراعظم چوكغ تر لاسه كړه ۔دغسې پارليمنټ كښې د مخالفي ډلي مشر چوكۍ به هم ډير وخت پس نارينه تر تر لاسه شي۔ نوے وزيراعظم طارق رحمان په 2 حلقو بوګرا۔6 او ډھاکه ۔17 څخه کامياب شوے دے۔

مزید خبریں