پاكستان٬مصر٬اردن٬متحده عرب امارات٬انډونيزيا٬تركيه٬سعودي عرب او قطر د مقبوضه لويديزې غاړې”سټيټ لينډ”ګرځولو او د غېر قانوني آباد كارۍ غندنه وكړه

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي)پاكستان٬مصر٬اردن٬متحده عرب امارات٬انډونيزيا٬تركيه٬سعودي عرب او قطر خارجه وزيرانو په يو شريك بيان كښې د مقبوضه لويديزې غاړې"سټيټ لينډ"ګرځولو او غېر قانوني آباد كارۍ هلو ځلو غندنه كړهې ده ۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوي بيان له مخې پاكستان٬مصر٬اردن٬متحده عرب امارات٬انډونيزيا٬تركيه٬سعودي عرب او د قطر خارجه وزيرانو د اسرائيل د دې پريكړې غندنه وكړه چې ترمخه يې د مقبوضه لويديزې …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي)پاكستان٬مصر٬اردن٬متحده عرب امارات٬انډونيزيا٬تركيه٬سعودي عرب او قطر خارجه وزيرانو په يو شريك بيان كښې د مقبوضه لويديزې غاړې”سټيټ لينډ”ګرځولو او غېر قانوني آباد كارۍ هلو ځلو غندنه كړهې ده ۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوي بيان له مخې پاكستان٬مصر٬اردن٬متحده عرب امارات٬انډونيزيا٬تركيه٬سعودي عرب او د قطر خارجه وزيرانو د اسرائيل د دې پريكړې غندنه وكړه چې ترمخه يې د مقبوضه لويديزې غاړې زمكې سټيټ لينډ ګرځولې شوې۔بيان له مخې دا غېر قانوني اقدام يوه سنګينه اشتعال انګزي ده چې مقصد يې غېر قانوني آباد كاري تندول٬د فلسطينيانو زمكې قبضه كول٬د اسرائيل كنټرول مستحكمول او د مقبوضه فلسطين سيمه كښې غېر قانوني اسرائيلي خپلواكي نافذول دي۔دغسې د فلسطين اولس جائز حقونو ته زيان ورسول دي۔خارجه وزيرانو د دې خبرې پخلے وكړو چې دا اقدامات د نړيوال قانون او په خاص توګه د څلورم جنيوا كنونشن او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو ٬ په خاص توګه قرارداد نمبر 2334 ښكاره خلاف ورزي ده۔بيان كښې ووئېل شول دا اقدام په قابضو زمكو د كنټرول مستحكم كولو لپاره نوې قانوني او د انتظامي حقائق مسلط كولو هڅه څرګندوي او دې سره به د دوه رياستي حل په لاره كښې خنډان راپېدا شي۔خارجه وزيرانو د دې امر پخلے وكړو چې د ټولو يو اړخيزه اقدامات مخالفت كوو ٬ هغوي په دې خبره زور راوړو چې دا پالېسۍ به خطرناك تاؤ تريخوالر راپیدا كړي كوم به چې د فلسطين سيمه كښې عدم ٬ استحكام او تاؤ تريخوالے زيات كړي۔خارجه وزيرانو د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬د دې خلاف ورزو مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي۔د نړيوال قانون پاسداري باوري وكړي او د فلسطينيانو ناقابل تنسيخ حقونو حفاظت وكړي۔

مزید خبریں