اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كينسر تشخيص او درملنې٬نيوكليئر پاور جنرېشن او صنعتي ايپليكشنز په شان څانګو كښې د جوهري ټيكنالوجي ذمه وار استعمال وده كښې د اتوممي توان لپاره د نړيوالې ايجنسۍ كردار لپاره د پاكستان د مرستې پخلي كولو سره د پاكستان او آئي اے اي اے ترمينځه مرسته وستائېله ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ويانا انټرنېشنل سنټر كښې د جوهري توان نړيوالې …
وزيراعظم شهباز شريف سره د آئي اے اي اے ډائرېكتر جنرل رافيل ماريانو ګروسي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كينسر تشخيص او درملنې٬نيوكليئر پاور جنرېشن او صنعتي ايپليكشنز په شان څانګو كښې د جوهري ټيكنالوجي ذمه وار استعمال وده كښې د اتوممي توان لپاره د نړيوالې ايجنسۍ كردار لپاره د پاكستان د مرستې پخلي كولو سره د پاكستان او آئي اے اي اے ترمينځه مرسته وستائېله ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ويانا انټرنېشنل سنټر كښې د جوهري توان نړيوالې ادارې ډائرېكټر جنرل رافيل ماريانو ګروسي سره ملاقات كړے ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سېكرټري آمنه بلوچ هم موجود وه٬ وزيراعظم شهباز شريف د كينسر تشخيص او درملنې٬نيوكليئر پاور جنرېشن او صنعتي ايپليكشنز په شان څانګو كښې د جوهري ټيكنالوجي ذمه وار استعمال وده كښې د اتومي توان لپاره د نړيوالې ايجنسۍ كردار لپاره د پاكستان د مرستې پخلي كولو سره د پاكستان او آئي اے اي اے ترمينځه مرسته وستائېله ۔ده د پاكستان او آئي اے اي اے ترمينځه قوي شراكتداري ستائېلو سره ووئېل پاكستان نه يوازې د آئي اے اي اے تكنيكي مرستې پروګرام څخه استفاده كوي بلكې خپل پوهان وركولو او د آئي اے اي اے غړو هېوادونو لپاره نړيوالې تربيې د لارې د هغوي په كار كښې برخه اچوي۔ډائرېكټر جنرل ګروسي د جوهري ټېكنالوجي امن ناكه كارولو كښې د پاكستان د تجربې او پوهې٬د انجينئرانو٬سياستمدارو او د تكنيكي پوهانو د اعلٰی معيار اعتراف وكړو۔د نورو څيزونو نه علاوه ده جوهدري تحفظ او سلامتيا په څانګو كښې د آئي اے اي اے په كار كښې د پاكستان مرسته وستائېله۔هغه ووئيل پاكستان د جوهري ټيكنالوجي امن ناكه استعمال كښې د آئي اے اي اے نورو غړو هېوادونو مرستې لپاره يو غوره هېواد دے٬مونږ مارچ 2026 كښې د فرانس تر سيوري لاندې نيوكليئر انرجي سمټ كښې د پاكستان د فعاله ګډون كولو په انتظار يو۔د دې نه پس د انسټي ټيوټ آف نيوكليئر ميډيسن اينډ آنكولوجي لاهور د آئي اے اي اے په مرسته د مركز په توګه د نامزدولو په لوظ نامه لاس ليك وكړو۔د پاكستان او آئي اے اي اے د اړخه په ترتيب سره نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار او ډي جي ګروسي په لوظ نامه لاس ليك وكړو۔










