باجوړ كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته د فتنة الخوارج بريد ناكامه٬ په ځوابي كارروائۍ كښې 12 ترهګر ووژل شول٬ د بارودو ډك ګاډې پوستې سره د ټكر كولو په سبب 11 ځوانان او يوه ماشومه شهيده٬ 7 كسان ژوبل، آئي ايس پي آر

پېنډۍ 17 فروري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په باجوړ كښې په پوسته د "فتنة الخوارج" بريد ناكامه كړو او په ځوابي كاروائۍ كښې يې 12 ترهګر ووژل٬ د باردو نه ډك ګاډې پوستې سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 11 ځوانان او يوه ماشومه شهيده او 7 نور ژوبل شول ۔ د آئي اېس پي آر له مخئ د فرورۍ په 16مه نيټه په ضلع باجوړ كښې د …

پېنډۍ 17 فروري (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په باجوړ كښې په پوسته د “فتنة الخوارج” بريد ناكامه كړو او په ځوابي كاروائۍ كښې يې 12 ترهګر ووژل٬ د باردو نه ډك ګاډې پوستې سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 11 ځوانان او يوه ماشومه شهيده او 7 نور ژوبل شول ۔ د آئي اېس پي آر له مخئ د فرورۍ په 16مه نيټه په ضلع باجوړ كښې د سکيورټي فورسز او قانون نافذ كوٶنكو ادارو په مشتركه پوسته د هند آله كار او پراکسي تنظيم “فتنة الخوارج” ترهګرو بزدلانه بريد وكړو ٬ بريد كوٶنكو د پوستې د امنيت ماتولو هڅه كړې وه خو امنيتي ځواكونو د ډېر چمتوالي او عزم څرګندونې كولو سره د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړل ٬ د پاك پوځ مېړنو ځوانانو د وظيفائي پوهې او بې مثال جرات سره ځوابي كاروائي وكړه او تښتېدونكې فتنة الخوارج يې په نښه كړل او 12 خوراج يې ووژل۔ د پاك پوځ وياند ووئيل د ناكامۍ او مايوسۍ په عالم كښې بريد كوٶنكو د بارودو ډك ګاډې د پوستې حفاظتي ديوال سره ټكر كړو چې ورسره د پوستې انفراسټركچر كېښناست چې په نتيجه كښې يې 11 مېړني ځوانان شهيدان شول٬ چاٶدنې سره د پوسټ نزدې ودانۍ كښې كورونو ته هم سخت زيان ورسېد او په نتيجه كښې يې يوه ماشومه شهيده شوه او د مېرمنو او ماشومانو پشمول 7 كسان ژوبل شول ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې په سيمه كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ممكنه خوراجو خاتمې لپاره سينيټائزيشن آپريشن روان دے۔ د پاکستان سکيورټي فورسز او قانون نافذ كوٶنكې ادارې د وفاقي اپېكس كمېټۍ د نيشنل ايکشن پلان له مخې د منظور شوي وژن “عزمِ استحکام” له مخې هېواد څخه د غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ لرونكي ترهګرو د لعنت خاتمې لپاره عزم لري٬ زمونږ د مېړنو ځوانانو او بې ګناه وګړو دا عظيمې قربانۍ به د مورني هېواد دفاع لپاره زمونږ غېر متزلزل عزم ته لا وده وركوي۔

مزید خبریں