ويانا 17 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف نړۍ ته پېښو نړيوالو بحرانونو رامخې ته كولو سره وئېلي دي غېر حل شوې سياسې شخړې صورتحال په بارودو بدلوي٬سفارتكاري٬خبرې اترې او مكالمه د شخړو مخ نيوي يواځنۍ ذريعه ده٬بايد تل پاتي پرمختګ په عدل او انصاف اډانه وي٬د دې نه غېر نړيوال امن عمر له خوب وي٬ملګري ملتونه دې د وړاندې څخه زياته قوي٬مناسب وسائل لرونكي اداره جوړه كړې شي …
غېر حل شوې سياسې شخړې صورتحال په بارودو بدلوي٬سفارتكاري٬خبرې اترې او مكالمه د شخړو مخ نيوي يواځنۍ ذريعه ده٬ د وزيراعظم په ويانا كښې د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې د “تل پاتي پرمختګ٬د نړيوال امن او خوشحالۍ لارې”په سرخط دستورې ته وينا

مزید خبریں
ويانا 17 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف نړۍ ته پېښو نړيوالو بحرانونو رامخې ته كولو سره وئېلي دي غېر حل شوې سياسې شخړې صورتحال په بارودو بدلوي٬سفارتكاري٬خبرې اترې او مكالمه د شخړو مخ نيوي يواځنۍ ذريعه ده٬بايد تل پاتي پرمختګ په عدل او انصاف اډانه وي٬د دې نه غېر نړيوال امن عمر له خوب وي٬ملګري ملتونه دې د وړاندې څخه زياته قوي٬مناسب وسائل لرونكي اداره جوړه كړې شي دغسې چې د نړيوالې مرستې لپاره د مركزي ستن په توګه كار وكړي۔ده د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې “تل پاتي پرمختګ٬د نړيوال امن او خوشحالۍ لارې”په سرخط دستورې ته وينا كوله۔وزيراعظم د پاكستان او ملګرو ملتونو بيلو ادارو ترمينځه په لوظ نامو د لاس ليك دستوره كښې هم ګډون وكړو۔په دغه لوظ نامو كښې كنټري پارټنرشپ پاكستان لپاره د يو اين آئي ډي او پروګرام (2025 نه تر2030)٬ يو اي ډي پروګرام پاكستان او انسټي ټيوټ آف نيوكليئر ميډيسن اينډ آنكالوجي لاهور(انمول)او آئي اے اي اي اے ترمينځه د مرستې لوظ نامې شاملې دي۔په خاص دستوره كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار نه علاوه په ويانا كښې موجودو د نړيوالو تنظيمونو ډائرېكټر جنرلز او د سفارتي مشنز مستقل استازو هم ګډون وكرو۔وزيراعظم دستورې ته وينا كښې ووئيل زما لپاره د ملګرو ملتونو ويانا دفتر كښې دې غونډې ته وينا د اعزاز خبره ده۔دا ښار د ډېرې مودې راهيسې د سفارتكارۍ٬ګڼ اړخيزه مرستې او مكالمې د لارې د امن لټون علامت دے۔ده ووئيل مونږ نن په يو داسې وخت راجمع شوي يو كله چې نړۍ د لويو بدلونونو او سختو نتيجو سره مخ ده او مونږ د لويو بحرانونو سره مخ يو٬زمونږ د دور تر ټولو لويه اندېښنه كوم يواځنے خطر نه بلكې جغرافيائي او سياسي دښمني٬ د موسمياتي بحرانونو پشمول د ځينو خطرو مجموعه ده۔ده ووئيل زيات عوامل د عدم استحكام له امله رامخې ته كېږي ۔ده ووئيل نړۍ په يو وخت د ځينو بحرانونو سره مخ ده٬زياته شوې نړيواله وداني زمونږ د سيارو محدود قدرتي وسائل ختموي٬غېر حل شوې سياسي شخړې زياتې شوې او دا په بارودو بدلوي٬وزيراعظم ووئيل غريبي٬د پورونو جال په لويه توګه كډه كول او هجرت نورې هم لويې خطرې دي كومې چې نړۍ د نورو خطرو سره مخ كوي٬ تل پاتي امن كوم چې زمونږ د دور د بحرانونو مقابله كوي٬د هغې يوه لاره ده او دغه لاره د پرمختګ لاره ده٬وزيراعظم ووئيل پرمختګ تر هغه وخت دائمې كېدې نشي تر څو چې هغه وګړو له د ښه ژوند ضمانت ورنه كړي٬مونږ له به داسې پالېسۍ خپلول وي چې پكښې ټول شامل وي٬سماجي تحفظ وي او د وسائلو منصفانه تقسيم باوري شي۔مونږ يوازې په دغه صورت كښې د ژوند معيار ښه كولې شوو۔ده ووئيل كوټلې پرمختګ يو عالمګير هدف دے٬مونږ له به منل وي چې د هغې بار او ګټې په قامونو كښې برابر تقسيم شوي نه دي٬پرمختګ كوونكي هېوادونه په نړۍ كښې د ماحول لپاره د ناوړه ګازونو په اخراج كښې تر ټولو كمه برخه لري خو موسمياتي بدلونونو٬د قرضو خفګان او معاشي لاندې باندې تر ټولو لويې قيمت ادا كوي۔ده په دې لړ كښې د پاكستان مثال وركړو كوم چې موسمياتي بحران سره مخ دے او په دې كښې د پاكستان هېڅ غلطي نشته خو بيا هم مونږ د موسمياتي بحران پرله پسې اثرات سره مخ يو۔وزيراعظم پاكستان كښې د 2022 سېلاب يادګېرنه وكړه چې پكښې لويې مالي او ځاني زيان شوے۔ده ووئيل تېر كال د بده مرغه يو ځل بيا سېلاب راغلے او وړاندې څخه زياته تباهي يې كړي۔وزيراعظم ووئيل د زياتو چېلنجونو باوجود پاكستان د تل پاتي پرمختګ اهداف سره كلك تړون لري٬مونږ ۔ ده ووئېل مونږ د انساني پرمختګ٬تعليم٬صحت خيال ساتل او غذائي تحفظ ته پام لرنه كوو۔په خاص توګه ميرمنو او ځوانانو لپاره كوم چې زمونږ لپاره لويه اثاثه او سباؤن دے۔ده ووئيل د پاكستان د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده كومه چې د يوې موقعې سره سره چېلنج هم دے۔ده د پاكستان حكومت د اقدامات ذكر كولو سره ووئيل مونږ ادارې قوي كوو دغسې چې شريكې څوكالۍ ته وده وركړي شي۔وزيراعظم يادګېرنه وكړه چې پاكستان پرله پسې مكالمې٬سفارتكارۍ او د ګڼ اړخيزه مرستې وكالت كړے ځكه چې د شخړو مخ نيوے يواځنې د عمل وړ ذريعه ده۔پاكستان زياتره د جارحيت٬ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو او د مهمو لوظ نامو د خلاف ورزۍ مقابله كوي٬اوس تېر كال د سوئېلي آسيا يوه لويې جوهري شخړه رامخې ته كېدونكې وه۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د پاكستان ګاونډي د اباسين اوبه د تقسيم نظام د وسلې په توګه د كارولو دړكه وركوي كوم چې د پاكستان د 24 كروړه وګړو د ژوند او روزګار ضمانت دے۔۔وزيراعظم ووئيل ويانا د ملګرو ملتونو نظام كښې يو منفرد مقام لري،دا د نړيوال ګورننس د مهمو ستنو ځائے دے چې پكښې د ترهه ګرۍ په ضد، د نشه اي توكو مخنيوي ، د جرائمو مخنيوي او د مجرمانه انصاف اصلاحات په شان مهمي ستني شاملې دي،دا د صنعتي پرمختګ ، د جوهري ټيکنالوجي ذمه واره او امناكه استعمال او خلائي ادارو كور دے،دې لپاره پاکستان د آئي اے اي اے، يو اين آئي ډي او، يو اين او ډي سي او ويانا كښې موجود نورو ادارو سره خپل تعميري اړيكي مهمي ګڼي۔ده ووئيل كه د ډيجيټل خليج کمولو هڅه ونه شوه نو ډير زر به دا پرمختيائي خليج جوړ شي ځكه راځئ چې مونږ د نړۍ د زخمونو يواځې د پټولو هڅي ونه كړو بلكه يو موټر شو او په كلكه اودريږو ۔په دې موقع نړيوال اتومي توان ايجنسۍ (آئي اے اي اے) ډائريکټر جنرل رافائل ماريانو د وزيراعظم د ګډون هركلې كولو سره ووئيل پاکستان سره مونږ مهمه شراکت داري لرو كومه چې زياتيږي ،’’ ريس آف هوپ‘‘فليګ شپ منصوبې په اړه مرسته به زياتولې شي،د کينسر درملني لپاره څانګه كښې د پاکستان کردار د ستائني وړ دے، پاکستان سره مرسته د ماحولياتي تحفظ تر نورو څانګو خپره شوې۔هغه ووئيل د خوراك او زراعت په څانګه كښې مرسته كوو،زمونږ راتلونكې دور به نور هم قوي وي۔ په دې موقع د يو اين او ډي سي ايګزيکټو ډائريکټر برانډولينو ووئيل وزيراعظم پاکستان دلته موجودګي د اعزاز خبره ده،دا د كوم هم پاکستاني وزيراعظم د ويانا انټرنېشنل سينټر وړومبۍ دوره ده، د پاکستان ګڼ اړخيزه نظام كښې د فعاله شموليت هركلے كوو، پاکستان سره مونږ د 50 كلونو څخه د زياتي مودې شراکت داري لرو،مونږ په ګډه د نشه ائ توكو مخنيوي، د پولو سلامتيا او ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره كار كړے۔هغه ووئيل مونږ د منظمو جرمونو په ضد د پاکستان وړومبۍ قامي تګلاري جوړولو له مرسته كوو دغسې چې د نشه ائ توكو قاچاق ، انساني قاچاق، سائبر کرائم ، کرپشن او مالي جرمونو په ضد مرسته قوي شي۔په دې موقع د يو اين آئي ډي او ډپټي ډائريکټر جنرل يوکو ياسونګا ووئيل كوټلې او صنعتي پرمختګ د نړيوالې پرمختيائي ايجنډے بنياد ايږدي، پاکستان نړيوال اهميت لرونكے هېواد دے۔










