لندن 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع باجوړ كښې د فتنه الخوارج ترهګرو لخوا د امنيتي او قانون نافذ كوٶنكو ادارو په مشتركه پوسته د بريد هڅې غندنې كولو سره د امنيتي ځواكونو د 11 ځوانانو او د بې ګناه وګړي په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د …
وزيراعظم شهباز شريف په باجوړ كښې د فتنه الخوارج ترهګرو د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
لندن 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ضلع باجوړ كښې د فتنه الخوارج ترهګرو لخوا د امنيتي او قانون نافذ كوٶنكو ادارو په مشتركه پوسته د بريد هڅې غندنې كولو سره د امنيتي ځواكونو د 11 ځوانانو او د بې ګناه وګړي په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په بريد كښې د ژوبل شوو اهلكارو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو په وخت كاروائي كولو سره د فتنه الخوارج 12 ترهګر ووژل۔ ده ووئيل د عزم استحکام وژن له مخې امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كوي٬ ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره ولاړ دے۔ وزيراعظم هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د عزم څرګندونه هم وكړه۔










