د صدر مملکت وياند د كار په ځائے د مېرمنو ځورونې څخه د تحفظ وفاقي محتسب پرېكړې په حقله په سوشل میډیا د ډنډورې سپيناوے

اسلام آباد۔17فروري (اے پي پي )د صدر مملکت وياند د هیلتھ سروسز اکیډمي په اړه د کارروائۍ او د کار په ځائے د مېرمنو ځورونې نه د تحفظ وفاقي محتسبې د پرېكړې په اړه په سوشل میډیا د ګردش کوونكې ډنډورې په حقله سپيناوي كښې وئېلي دي د وفاقي محتسبې د امر خلاف د قانون تر مخه يو درخواستِ نظرثانۍ له ایوانِ صدر ته تر لاسه شوے دے ۔د نهې …

اسلام آباد۔17فروري (اے پي پي )د صدر مملکت وياند د هیلتھ سروسز اکیډمي په اړه د کارروائۍ او د کار په ځائے د مېرمنو ځورونې نه د تحفظ وفاقي محتسبې د پرېكړې په اړه په سوشل میډیا د ګردش کوونكې ډنډورې په حقله سپيناوي كښې وئېلي دي د وفاقي محتسبې د امر خلاف د قانون تر مخه يو درخواستِ نظرثانۍ له ایوانِ صدر ته تر لاسه شوے دے ۔د نهې په ورځ د ایوانِ صدر میدیا څانګې نه جاري بيان تر مخه د وفاقي محتسب ادارہ اصلاحات ایکټ 2013 د دفعه 14(2) لاندې د داسې درخواست په دائر كېدو اړوند حکم باندې عمل درآمد د 60 ورځو لپاره پخپله ايسارېږي ۔ بیان تر مخه دا کارروائي د قانون تقاضوو تر مخه وړاندې بوتللې شي او د دې بيخي دا مطلب نه دے چې متعلقه كس د تورونو نه بري ګرځولے شوے دے یا په حتمي توګه بحال کړے شوے دے ۔ بیان كښې زياته كړې شوې مکمل سرکاري ریکارډ د اړوند فورم څخه غوښتلے شوے ٬ دغسې چې په كتلو معامله واك لرونكې اتھارټي ته د قانون تر مخه پرېكړې له وړاندې كړې شي ۔ بیان تر مخه دا ادعا سمه نه ده چې تورن صدر بري كړے دے یا ورله حتمي ریلیف وركړے شوے ۔ د دې معاملې جاج اغستلے كېږي او د دې پرېكړه به په سختۍ سره د قانون مطابق كولې شي ۔ صدرِ د پاکستان آئین او د هېواد قوانین تر مخه د اقدامات پابند دے ۔ وياند ووئېل اولس او میډیا ته خواست دے چې په دې حقله د قیاس نه ډډه وكړي

مزید خبریں