اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د نوي كال په پېل كيدو د چين حکومت او اولس له مبارکي وركړې ده۔دا خبره ده د نهي په ورځ سپرنګ فيسټيول دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث وكړه،كومه چې چائنا ميډيا ګروپ او د نېشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ په ګډه په اسلام آباد كښې تابيا كړې وه۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ …
د چين د معاشي پرمختګ راز معياري تعليم، هنر او به ټيکنالوجي كښې دے ۔ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د نوي كال په پېل كيدو د چين حکومت او اولس له مبارکي وركړې ده۔دا خبره ده د نهي په ورځ سپرنګ فيسټيول دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث وكړه،كومه چې چائنا ميډيا ګروپ او د نېشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ په ګډه په اسلام آباد كښې تابيا كړې وه۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ دستوري ته وينا كښې ووئيل اس د عزم، طاقت، رفتار، استقامت او کاميابۍ علامت دے او دا ډول دستورې اولسي رابطو او كلتوري همغږي مستحکمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان او چين خپلو كښې وروڼه دي او د دواړو هېوادونو اړيكي په شريك باور او لازواله ملګرتيا اډانه دي۔ ده ووئيل چين د پرمختګا و معاشي استحکام په ميدان كښې په زړه پوري کاميابۍ ترلاسه كړي او د هغوي د معاشي پرمختګ راز معياري تعليم، هنر او په ټيکنالوجي كښې دے۔قيصر احمد شيخ ووئيل كلتوري تبادلې د تجارت او سرمايه کارۍ وده كښې مرستياله ګرځي دغسې قوي كلتروي رابطې د كوټلي اقتصادي شراکت دارۍ بنياد دے۔ده د دې عزم څركندونه وكړه چې بورډ آف انويسټمنټ د پاك چين اقتصادي مرستي ودي له لوظي دے۔










