نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په ويانا كښې د پاکستان–آسټريا د لوړې كچې بزنس راٶنډ ټيبل پرانستې غونډې ته وېنا

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دې کاروباري روابطو ته وده وركول، اداره جاتي مرسته او پرله پسې د سياسي روابطو د لارې به نه يوازې د آسټريا بلکې په ټوله اروپائي منطقه كښې د پرمختګ٬ روابطو او د اوږدې مودې د معاشي شراکت دارۍ نوې موقعې راپېدا شي۔ د ګل په ورځ سينيټر محمد اسحاق ډار په ويانا …

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دې کاروباري روابطو ته وده وركول، اداره جاتي مرسته او پرله پسې د سياسي روابطو د لارې به نه يوازې د آسټريا بلکې په ټوله اروپائي منطقه كښې د پرمختګ٬ روابطو او د اوږدې مودې د معاشي شراکت دارۍ نوې موقعې راپېدا شي۔ د ګل په ورځ سينيټر محمد اسحاق ډار په ويانا كښې د پاکستان–آسټريا د اعليٰ كچ بزنس راٶنډ ټيبل پرانستې غونډې ته وېنا وكړه٬ دا دستوره په آسټرين فيډرل اکنامك چيمبر كښې شوې چې مشري يې وزيراعظم شهباز شريف كوله۔ په فورم كښې د دواړو هېوادونو کاروباري شخصيات ګډون وكړو كوم چې د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه تجارت او د سرمايه كارۍ په اړيكو كښې د مثبت پېشرفت عكاسي كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير په تجارت، سرمايه کارۍ، ټيکنالوجۍ او د جدت طرازۍ په څانګو كښې مرستې ته په ودې وركولو زور راوړو او په پاكستان كښې په جاري معاشي اصلاحات او په کاروبار كښې آسانۍ لپاره په اقدامات يې رڼا هم واچوله۔ ده ووئېل د آسټريا تکنيکي پوهه او د پاکستان فعاله منډۍ او د ځوانانو افرادي قوت ترمېنځه همكاري موجود ده٬ اسټريا سره د قوي شراكتدارۍ د عزم پخلي كولو سره ده باور څرګند كړو چې کاروباري روابطو ته وده، اداره جاتي مرسته او پرله پسې د سياسي روابطو د لارې به نه يوازې د آسټريا بلکې په ټوله اروپائي منطقه كښې د پرمختګ٬ روابطو او د اوږدې مودې د معاشي شراکت دارۍ نوې موقعې راپېدا شي۔

مزید خبریں