صدر مملکت آصف علي زرداري د بستي رنجھے خان دوره ، د ګوپانګ كورنۍ د چيف سردار رنجھے خان ګوپانګ په مړينه د غم دړد څرګندونه

رحيم يار خان 16 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بستي رنجھے خان دوره كړې او د ګوپانګ كورنۍ د چيف سردار رنجھے خان ګوپانګ په مړينه يې د غم دړد څرګندونې كولو سره په فاتحه خوانۍ كښې ګډون هم وكړو۔ صدر مملکت غمژنې كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره د ارواښاد لوړو درجو او بخښنې لپاره لاس نيوه وكړه۔ په دې موقع …

رحيم يار خان 16 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د بستي رنجھے خان دوره كړې او د ګوپانګ كورنۍ د چيف سردار رنجھے خان ګوپانګ په مړينه يې د غم دړد څرګندونې كولو سره په فاتحه خوانۍ كښې ګډون هم وكړو۔ صدر مملکت غمژنې كورنۍ سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونې كولو سره د ارواښاد لوړو درجو او بخښنې لپاره لاس نيوه وكړه۔ په دې موقع صدر مملكت د اوراښاد ورور سردار حبيب الرحمن خان ګوپانګ سره ملاقات هم وكړو څوك چې د صوبائي اسمبلۍ غړے او د پاکستان پيپلز پارټي رحيم يار خان ضلعي صدر دے۔ په دې موقع صدر آصف علي زرداري د اوراښاد د مشر زوي چيف سردار نور الزمان خان ګوپانګ دستار بندي وكړه او ھغه ته يې په رسمي توګه د قبائلي قيادت اعزاز او ذمه واري وسپارله۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر، د قامي اسمبلۍ غړے مخدوم مصطفيٰ محمود او د پاکستان پيپلز پارټۍ د سوئيلي پنجاب صدر مخدوم احمد محمود هم موجود وٶ۔

مزید خبریں