وفاقي وزير محسن نقوي د سري لنکا د دفاع سيکرټري ائر وائس مارشل(ر) سمپاتھا تھويا کونتھا سره وليدل

کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کولمبو كښې د دفاع سيکرټري ائر وائس مارشل(ر) سمپاتھا تھويا کونتھا سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د پاك سري لنكا امنيتي مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو۔ د يادونې وړ ده داخله وزير محسن نقوي دا مهال د سري لنكا په دوره دے ۔ په دې موقع د سري لنکا د …

کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کولمبو كښې د دفاع سيکرټري ائر وائس مارشل(ر) سمپاتھا تھويا کونتھا سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د پاك سري لنكا امنيتي مرستې ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو۔ د يادونې وړ ده داخله وزير محسن نقوي دا مهال د سري لنكا په دوره دے ۔ په دې موقع د سري لنکا د دفاع سيکرټري ووئيل سري لنکا هم ترهګرۍ سره مخ ده او پاكستان د ترهګرۍ په ضد د سري لنكا حكومت بشپړه مرسته كړې او په دې مرسته مونږ د پاكستان مننه كوٶ۔ داخله وزير محسن نقوي خپلو خبرو كښې ووئيل د سري لنکا او پاکستان امنيتي اړيكې په هر دور كښې مستحكمېږي او سري لنكا سره امنيتي مرسته د لا قوي كولو عزم لرو۔ په سري لنکا كښې د پاکستان هائي کمشنر مېجر جنرل (ر) فهيم العزيز، ايډوائزر ټو چئيرمين پي سي بي عامر مير، چيف آپريټنګ آفيسر سمير احمد، چيف ايګزيکټو آفيسر پي اېس اېل سلمان نصير هم په دې موقع موجود وو۔

مزید خبریں