د راروانو 24 ساعتونو په مهال بلوچستان، لاندي خېبر پښتونخوا او جنوبي پنجاب كښې وريځ نه علاوه په ځيني سيمو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال بلوچستان، لاندي خېبر پښتونخوا او جنوبي پنجاب كښې وريځ نه علاوه په ځيني سيمو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے ، په دې مهال په ځيني ځايونو د واوري هم امكان شته۔د هېواد نورو سيمو كښې به موسم خشك او يخ وي۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په …

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال بلوچستان، لاندي خېبر پښتونخوا او جنوبي پنجاب كښې وريځ نه علاوه په ځيني سيمو كښې د سيلۍ سره د باران امكان دے ، په دې مهال په ځيني ځايونو د واوري هم امكان شته۔د هېواد نورو سيمو كښې به موسم خشك او يخ وي۔د موسمياتو محكمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم خشك او يخ وو دغسې بلوچستان كښې په ځيني ځايونو باران شوي۔د ګل په ورځ ريكارډ شوي تر ټولو كم درجه حرارت :لهه كښې منفي 07، استور كښې منفي 04، سكردو كښې منفي 03 ،بګروټ كښې منفي 02 او ګوپس كښې منفي 01 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ كړې شوے۔

مزید خبریں