ويانا 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د آسټريا چانسلر كرسچئين اسټاكر تجارت زياتولو، مصنوعي ذهانت او ډيجيټل ټيكنالوجي پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو امكانات رامخې ته كړي دغسې وزيراعظم د آسټريا كاروباري ادارو او كمپنيوں له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد …
وزيراعظم شهباز شريف او د آسټريا چانسلر كرسچئين اسټاكر د تجارت زياتولو، مصنوعي ذهانت او ډيجيټل ټيكنالوجي پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو په امكاناتو د خيالاتو څركندونه

مزید خبریں
ويانا 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د آسټريا چانسلر كرسچئين اسټاكر تجارت زياتولو، مصنوعي ذهانت او ډيجيټل ټيكنالوجي پشمول په ترجيحي څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو امكانات رامخې ته كړي دغسې وزيراعظم د آسټريا كاروباري ادارو او كمپنيوں له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د آسټريا چانسلر وفاقي چانسلري كښې د آسټريا او پاكستان نوموړو كمپنيو چيف ايګزيكټو افسران (سي اي اوز) فورم شريكه مشري كړي۔سي اي اوز فورم كښې چې د كومو كمپنيو نمائندګي وه په هغې كښې د تجديد وړ توان ، د توان بچت، صنعتي پيداوار او تعميرات، انفارمېشن ټيكنالوجي، ټيكسټائل، آلات جراحي، چمړے او لوبو سامان، صحت ، سياحت و ميلمستيا او خوراك و زرعي صنعتونو څانګو كښې كار كونكي كمپنۍ شامل وي۔په دې موقع دواړو لارښودو تجارت زياتولو ، مصنوعي ذهانت او ډيجيټل ټيكنالوجي پشمول نورو ترجيحي څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو پراخه امكانات رامخې ته كړل۔وزيراعظم د آسټريا كاروباري ادارو او كمپنيو له پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو بلنه وركړي۔وزير اعظم د آسټريا كمپنيو له د پاكستان دوره كولو او سږ كال اپريل كښې په اسلام آباد كښې كيدونكي اروپائي ائتلاف پاكستان بزنس فورم كښې د ګډون كولو هم بلنه وركړي۔دې نه پس وزيراعظم د پاكستان-آسټريا بزنس فورم ته خطاب وكړو د كوم اهتمام چې د آسټريا چيمبر آف كامرس (ډبليو كے او) د اړخه شوې ؤ۔










