مظفر آباد 16 فروري (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې اوورسيز پاکستانيان او کشميريان د هېواد قېمتي اثاثه دي او هر كال اربونو ډالره هېواد ته رالېږلو سره د هېواد معيشت قوي كوي، په اوورسيز کنونشن كښې د دومره لرې نه په راتګ ستاسو مننه وٶ٬ اوورسيز کميونټي په هره سخته كښې پاكستان مرسته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اوورسيز پاکستانيز فاٶنډيشن په مرسته اوورسيز کشميريز کنونشن 2026 ته وېنا

مزید خبریں
مظفر آباد 16 فروري (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې اوورسيز پاکستانيان او کشميريان د هېواد قېمتي اثاثه دي او هر كال اربونو ډالره هېواد ته رالېږلو سره د هېواد معيشت قوي كوي، په اوورسيز کنونشن كښې د دومره لرې نه په راتګ ستاسو مننه وٶ٬ اوورسيز کميونټي په هره سخته كښې پاكستان مرسته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آزاد جمو و کشمير حکومت تر سېوري لاندې اوورسيز پاکستانيز فاٶنډيشن په مرسته اوورسيز کشميريز کنونشن 2026 ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده اوورسيز د پاکستان سفيران ګرځولو سره ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيانو هلو ځلو سره د كشمير كشاله په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كېږي۔ ده د آزاد کشمير حکومت او د وزيراعظم فيصل ممتاز راټھور مننه كولو سره ووئيل چې رياست او هېواد اوورسيز کشميريانو ته اړتيا لري۔ ده د وزيراعظم لخوا آزاد کشمير لپاره د پرمختيائي منصوبو ذكر كولو سره ووئيل چې وزيراعظم دلته داسې منصوبې هم وركرې دي كومې چې د اولس په ډيمانډ كښې هم نه وې شاملې٬ چې پكښې پنځه دانش سكولونه شامل دي او په سباٶن كښې دانش يونيورسټۍ جوړولو اعلان هم شوے۔ وفاقي وزير ووئيل چې په آزاد کشمير كښې جديد موټر وے منصوبه، په خاص توګه مظفرآباد، ميرپور او په مانسهره موټر وے زر د كار پېل كېدو اميد دے٬ په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هند په روانو ظلمونو خبره كولو سره وفاقي وزير ووئيل چې د تېرو اووه لسيزو راهسې په كشميريانو ظلمونه كېږي٬ د دوه لكه نه زيات كشميريانو كورنه مسمار كړې شوې دي او د لكهونو په شمېر كشميريان شهيدان او ژوبل شوي دي۔ ده د كشمير اولس جذبې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې کشميريان خپل شهيدان په پاكستاني بېرغ كښې ښخوي٬ دا جذبه نړۍ لپاره يو مثال دے۔ وفاقي وزير ووئيل چې د معركه حق نه پس د کشمير مسئله په ګرده نړۍ كښې يو فلش پوائنټ جوړ شوے ده او د مئي د لسمې نيټي نه وروسته د پاكستان عزت زيات شوے دے۔ ده د سرلښكر چيف فيلډ مارشل جنرل عاصم منير د قيادت ستائنه كولو سره ووئيل چې د هغه په مشرۍ كښې ټوله نړۍ كښې د پاکستان وقار دنګ شوے۔ په دې موقع د آزاد جمو و کشمير قانون ساز اسمبلۍ قائد حزب اختلاف شاه غلام قادر هم وېنا وكړه۔










