معاشي او تجارتي هلو ځلو ودې لپاره د فورم تابيا اهميت لري۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار بزنس فورم ته وېنا

ويانا 16 فروري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې معاشي او تجارتي هلو ځلو وده لپاره د فورم تابيا اهميت لري٬ د وزيراعظم شهباز شريف او چانسلر کرسچئين اسټاکر ترمېنځه ګټورې خبرې شوې دي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې معاشي سفارتكارۍ پلو پام ګرځولې شوې دے۔ ده دا خبرې ده د ګل په ورځ پاکستان-آسټريا بزنس فورم ته خپله وېنا كښې …

ويانا 16 فروري (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې معاشي او تجارتي هلو ځلو وده لپاره د فورم تابيا اهميت لري٬ د وزيراعظم شهباز شريف او چانسلر کرسچئين اسټاکر ترمېنځه ګټورې خبرې شوې دي٬ د وزيراعظم په مشرۍ كښې معاشي سفارتكارۍ پلو پام ګرځولې شوې دے۔ ده دا خبرې ده د ګل په ورځ پاکستان-آسټريا بزنس فورم ته خپله وېنا كښې كړي۔ ده ووئيل چې د خپل محل وقوع او معاشي موقعو له امله پاكستان مهم ماركيټ دے٬ معاشي استحكام او پرمختګ لپاره د اصلاحاتو عمل زيات كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې په موجوده دور كښې په نړيواله سفارتكارۍ كښې د اسټريا د مهم كردار اعتراف كوو٬ په برامداتو اډانه د معيشت ودې لپاره هڅې كوٶ۔ ده د حكومت د معاشي اقداماتو ذكر كولو سره ده ووئيل چې د پاكستان معيشت په سم پلو روان دے، د ځوانانو د زياتې آبادۍ له امله پاكستان ته په ټېكنالوجۍ او په جدت كښې اسټريا ته خپل مهارت ترلاسه دے او په دې څانګو كښې بلها موقعې لرو۔ ده د دوه اړخيزه تجارت د حجم په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل چې موجوده تجارتي حجم د دواړو هېوادونو د ملګرتيا اړيكو درست عكاسي نه كوي٬ په فورم كښې د پاکستان او آسټريا کاروباري شخصياتو او د کمپنو نمائندګانو په ګڼ شمېره كښې ګډون كړې۔

مزید خبریں