ویانا۔16فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف او د آسټريا چانسلر كرسچيئن سټاكر د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سېلګرۍ ٬ زده كړو ٬ آئي ټي او روغتيا په شمول بيلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو د عزم څرګندونې كولو سره د حكومتي او كاروباري څانګو په كچه د موجوده پلېټ په لا پراخه كولو اتفاق كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د …
د وزيراعظم شهباز شريف او د آسټريا چانسلر د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سېلګرۍ ٬ زده كړو ٬ آئي ټي او روغتيا په شمول بيلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو له د عزم څرګندونه

مزید خبریں
ویانا۔16فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف او د آسټريا چانسلر كرسچيئن سټاكر د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ سېلګرۍ ٬ زده كړو ٬ آئي ټي او روغتيا په شمول بيلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو د عزم څرګندونې كولو سره د حكومتي او كاروباري څانګو په كچه د موجوده پلېټ په لا پراخه كولو اتفاق كړے دے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په ويانه كښې د تاريخي هوفبرګ پېلس په وفاقي چانسلرۍ كښې د جمهوريه آسټريا وفاقي چانسلر کرسچیئن سټاکر سره ملاقات وكړو۔ وفاقی چانسلري ته په رسېدو چانسلر سټاكر د وزيراعظم هركلے وكړو۔ هغه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ وزیراعظم د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثر قلمبند كړل۔ وروستو د دواړو لارښودو ترمنځه ملاقات او بيا د پلاويو په كچه خبرې وشوې۔ په خبرو كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د وزیراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او خارجه سېكرټري آمنه بلوچ هم ګډون وكړو۔ دواړو لارښودو د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي او ملګرتيا اړيكو ذكر وكړو او د دې عزم پخلے يۍ وكړو چې هغوي به اړيكې لا مضبوطولو لپاره اقتصادي همكارۍ ٬ زده كړو ٬ سېلګرۍ ٬ آئي ټي ٬ روغتيا ٬ د بشري وسائلو پرمختګ او د افرادي قوت په شمول په بېلو څانګو كښې نزدې مرستې ته وده وركړي۔ په دې لړ كښې دواړو اړخونو اېم او يوز ته زر تر زره د حتمي شكل په وركولو اتفاق وكړو۔ په ملاقات كښی په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال امن او سلامتيا ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو ٬ د شخړو سوله ايز حل ٬ تلپاتي پرمختګ ٬ ماحولياتي اقدامات د بشري حقونو تحفظ او دې ته د ودې وركولو په لړ كښې د ملګرو ملتونو په مركزي كردار اتفاق وكړے شو۔ وزیرِاعظم او د آسټريا وفاقي چانسلر د تجديد وړ توان ٬ د توان بچت ٬ صنعتي پېداوار او تعميرات ٬ آئي ټي ٬ ټېكسټائل ٬ د لوبو سامان ٬ روغتيا ٬ سېلګرۍ او خوراك او زرعي صعنتونو سره اړوندو د آسټريا او پاكستان نوموړو كمپنيو اېګزېكټيو چاراكو فورم په ګډه مشري وكړه۔ په دې خبره اتفاق وكړے شو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په حكومتي كچه به (جی ټو جی)، د حکومت او کاروباری څانګې ترمينځه (جي ټو بي) او د کاروباری څانګو ترمينځه (بي ټو بي) رابطو ته به د موجوده پلېټ فارم په مؤثر توګه د كارولو د لارې پراختيا وركولې شي۔ وزیرِاعظم د آسټریا کاروباری ورورولۍ او كمپنيو له د روان كال په مهال د اپرېل په مياشت كښې په اسلام آباد كښې په كېدونكي اروپائي ائتلاف – پاكتسان بزنس فورم كښې د ګډون بلنه وركړه۔ وزيراعظم د دورې په مهال په معنی لرونكو او نتیجه وركونكو ملاقاتونو د وفاقي چانسلر مننه وكړه كوم به چې دوه اړخيزه اړيكو ته نوې جهت وركړي۔ ده وفاقي چانسلر ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه هم وركړه۔










