پنجاب كښې د روغتيا په څانګه كښې اصلاحات او جدید اسانۍ به د معیاري درملنې لپاره ګټورې ثابتې شي،محمد حنیف عباسي

پندي ۔16فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي وئېلي دي پنجاب كښې د روغتيا په څانګه كښې روان اصلاحات او جدید اسانۍ به د اولس معیاري علاج لپاره ګټورې ثابتې شي ، د صوبائي حکومت په هڅو د ښاريو او د كليوالو سيمو اولس ته به يو ډول ٬ په وخت او پاكې طبي اسانۍ تر لاسه شي ، بینظیر بھټو هسپتال (بي بي ایچ ) …

پندي ۔16فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسي وئېلي دي پنجاب كښې د روغتيا په څانګه كښې روان اصلاحات او جدید اسانۍ به د اولس معیاري علاج لپاره ګټورې ثابتې شي ، د صوبائي حکومت په هڅو د ښاريو او د كليوالو سيمو اولس ته به يو ډول ٬ په وخت او پاكې طبي اسانۍ تر لاسه شي ، بینظیر بھټو هسپتال (بي بي ایچ ) كښې د نوي سهولت مرکز څخه به د ورځې په زرګونو وګړي مستفید كېږي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ بینظیر بھټو هسپتال پندۍ كښې د نوي سهولت مرکز د بنیاد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب کښې وكړه ۔ محمد حنیف عباسي ووئېل د دې جدید سهولت څخه به په زرِګونو كسان د ورځې مستفید كېږي او دا به د هسپتال په نظام كښې د رنځورانو لارښونې ٬ رجسټریشن او د نورو انتظامي چارو آسانولو كښې مهم کردار ادا کړي ۔وفاقي وزیر ووئېل ټول پنجاب كښې روغتونونو كښې آټومیټدډ نظام معارفي كولې شي د كوم لاندې چې به د رنځورانو رجسټریشن، رپورټس او ایمرجنسي سروسز ډیجیټل پلیټ فارم باندې منتقل کړے شي ٬ دغسې چې رنځور د كوم خنډ نه غیر ٬ ضروري او د سفارش نه پرته علاج وكړے شي ۔ ده ووئېل په راروانو شپږ مياشتو كښې به د صحت نظام كښې لا سپېځلتيا او منظم اصلاحات تر سره كېدو سره د رنځورانو په وخت درملنه باوري كولې شي ۔وفاقي وزیر ووئېل تحقیق، تربیه او د جدید انفراسټرکچر ترقی سره سره به د انسانیت د خدمت مشن هم پرله پسې روان ساتلے شي۔

مزید خبریں