د موټروے بندولو سره وګړي ستونزو سره مخ دي٬بايد حکومت په سمدستي توګه د پي ټي آئي ذمه وارو په ضد كاروائي وكړي۔امير مقام

پېښور 16 فروري (اے پي پي) د کشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د موټروے بندولو سره وګړي ستونزو سره مخ دي٬بايد حکومت په سمدستي توګه د پي ټي آئي ذمه وارو په ضد كاروائي وكړي۔امير مقام په خپل يو بيان كښې ووئيل د سوات څخه د اسلام آباد مزل په مهال په لاره كښې ماشومان،ميرمنې او رنځوران ګهير شوې دي۔ده ووئيل د موټروے بندولو سره نه …

پېښور 16 فروري (اے پي پي) د کشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د موټروے بندولو سره وګړي ستونزو سره مخ دي٬بايد حکومت په سمدستي توګه د پي ټي آئي ذمه وارو په ضد كاروائي وكړي۔امير مقام په خپل يو بيان كښې ووئيل د سوات څخه د اسلام آباد مزل په مهال په لاره كښې ماشومان،ميرمنې او رنځوران ګهير شوې دي۔ده ووئيل د موټروے بندولو سره نه يواځې وګړي ستونزو سره مخ كيږي بلكه د وګړو فلائټس هم مِس كيږي او روغتونونو ته تلونكي وګړي هم په وخت خپل منزل ته نه شي رسيدلے۔وفاقي وزير د حکومت څخه غوښتنه وكړه چې د خېبرپښتونخوا آئي جي دې د اولس د ستونزو سره مخ كوونكو كسانو په ضد په سمدستي توګه اېف آئي آر درج کړي او د تحريك انصاف ذمه وارو په ضد د ېسخته کارروائي وكړي۔ده ووئيل د بنديوانو كيسونه عدالتونو كښې چلېږي هغوي دې عدالت ته رجوع وكړي او وګړي دې ستونزو سره نه مخ كوي۔امير مقام زور راوړو چې اولس سره د روان ظلم مخنيوې دې وكړے شي او رياست دې په سمدستي توګه کارروائي وكړي دغسې چې د وګړو ژوند نور ونه ځپلے شي۔

مزید خبریں