پالے کېلی۔16فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سېوري لاندې په آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ كښې به سبا (د نهې په ورځ) نور درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ ډي لوبډلو نيوزي لېنډ او كاناډا ترمينځه په اېم اے چدمبرم سټیډیم، چنائی ٬ دويم د ګروپ بي لوبډلو آئرلېنډ او زمبابوے ترمينځه كوم به چې د نړيوال …
په لسم آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال جام كښې به سبا درې ميچونه كيږي
پالے کېلی۔16فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سېوري لاندې په آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ كښې به سبا (د نهې په ورځ) نور درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ ډي لوبډلو نيوزي لېنډ او كاناډا ترمينځه په اېم اے چدمبرم سټیډیم، چنائی ٬ دويم د ګروپ بي لوبډلو آئرلېنډ او زمبابوے ترمينځه كوم به چې د نړيوال جام 31 مې مېچ وي ٬ په پالے کېلی انټرنېشنل کرکټ سټېډيم ، پالے کېلی او درېم او وروستے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو سکاټ لېنډ او نيپال ترمينځه په وانکھېډے سټېډیم ، ممبئی كښې كيږي۔ د محدود اوورز فارمېټ لسم مېګا ايونټ خوندورې مبارزې په هند او سري لنكا كښې روانې دي په كومو كښې چې د كركټ مينه والو ته د سختو مقابلو كتلو موقع ترلاسه كيږي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوي۔ كوربه لوبډله هند دفاعي چيمپئن ده۔ مېګا ايونټ كښې به د فائنل په شمول 55 سيالۍ كيږي۔ د ټورنامنټ فائنل به په 8 مارچ كيږي












