اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټرمحمد اورنګزيب وئيلي دي د سرکاري ملکيتي ادارو مجموعي خسارہ 74 ارب روپۍ د غلا او ليکجز له امله كېده ، د نجکارۍ عمل په پاك ډول مخ په وړاندې روان دے۔ د ګل په ورځ د اېس اي اوز رپورټ په اړه خبرو كښې د خزاني وزير ووئيل اېس او ايز په اړه رپورټ پارليمان او اولس ته …
د سرکاري ملکيتي ادارو په مجموعي خسارہ كښې د درېو كلونو په مهال د 74 اربه روپو کمے راغلو ۔د خزاني وزير محمد اورنګزيب خبري

مزید خبریں
اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټرمحمد اورنګزيب وئيلي دي د سرکاري ملکيتي ادارو مجموعي خسارہ 74 ارب روپۍ د غلا او ليکجز له امله كېده ، د نجکارۍ عمل په پاك ډول مخ په وړاندې روان دے۔ د ګل په ورځ د اېس اي اوز رپورټ په اړه خبرو كښې د خزاني وزير ووئيل اېس او ايز په اړه رپورټ پارليمان او اولس ته وړاندې كولې شي، د خزاني وزير ووئيل د سرکاري ملکيتي ادارو (اېس او ايز) مجموعي زيانونه كميږي، په 2023 كښې د ايګري ګيټ زيانونه 905 اربه روپۍ وو،2024 كښې 851 اربه روپۍ او د تير مالي مال په مهال د اېس او ايز خسارو حجم 832 اربه روپۍ ؤ، د تيرو درېو كلونو په مهال د دغه ادارو په خسارہ كښې په مجموعي توګه 74 اربه روپۍ کمے راغلے، يعني د ورځې زيان 142مليونه روپۍ كم شوے۔د خزاني وزير ووئيل ګټه كوونكې ادارې لكه چې او جي ډي سي ايل اوس هم په ګټه كښې دے خو د هغې په ګټه كښې کمي رامخې ته كيږي،په نړيواله كچه د تيلو بيعه كښې كمے د ګټې كمېدو بنيادي وجه ده،د خزاني وزير ووئيل د اېس او ايز زيانونه د كلونو راهسې نه بلكه د لسيزو راهسې جمع كيږي،موجودہ حکومت د دغه ادارو ګورننس ښه كړے دے،د دغه ادارو په بورډز كښې نجي څانګه شاملولې شي او اېس او ايز ايکټ ترمخه د چئيرمينز تقرر هم نجي څانګي څخه كيږي،په دغه ادارو كښې لازمي د بهرنې آډټ سپارښتنې شوي دي،ځيني ادارو كښې په دې عمل درآمد كيږي،ګورننس سکور کارډ جاري كيږي،چې پكښې تعميل او کارګردګي شامله ده،۔










