اسلام آباد۔16 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ډھاكه ته روان شوے دے۔ هغه به د وزیرِاعظم د بهرنۍ دورې له امله د بنګله دېش د نوي ټاكلي شوي وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د پلاننګ كمېشن له مخې وفاقي وزير به په پلازمينه ډھاكه كښې اعلی چارواكو سره ملاقاتونه هم كوي۔ د احسن اقبال وېنا …
وفاقي وزير احسن اقبال ډھاكه ته روان شو ٬ د نوي ټاكلي وزيراعظم د سوګند پورته كولو دستوره كښې به د پاكستان نمائندګي كوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔16 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ډھاكه ته روان شوے دے۔ هغه به د وزیرِاعظم د بهرنۍ دورې له امله د بنګله دېش د نوي ټاكلي شوي وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د پلاننګ كمېشن له مخې وفاقي وزير به په پلازمينه ډھاكه كښې اعلی چارواكو سره ملاقاتونه هم كوي۔ د احسن اقبال وېنا ده چې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا اړيكې لا مستحكم كولو سره په سیاسي، معاشي او اقتصادي څانګو كښې نوې لارې هوارېدې شي۔ ده هيله ښكاره كړه چې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه مرستې ته ودې وركولو سره به په سباؤن كښی د سياسي او اقتصادي پېشرفت روښانه امكانات پېدا شي










