کولمبو ۔16فروري (اے پي پي) ټي ټوئنټي نړيوال جام كښې د هند د لاسه په 61 منډو د ماتې خوړولو نه پس د پاکستان د محدود اوورز ټيم هیډ کوچ مائک هیسن وئېلي دي د هند ډلې په هر څانګه كښې وړومبے والے اوښودو او بريا يې تر لاسه كړه ۔ د هغوي تر مخه د دې کارکردګۍ نه پس د لوبغاړو د کوټې ماحول دېر د مایوسۍ ښکار دے …
د ابتدائي وکټو په زر پرېوتلو لويې شراکت رامخې ته نه شو، لوبډلې له كه په ټورنامنټ كښې مخ په وړاندې تلل دي نو په هره كچه به ښه لوبه وړاندې كول وي،مائک هیسن

مزید خبریں
کولمبو ۔16فروري (اے پي پي) ټي ټوئنټي نړيوال جام كښې د هند د لاسه په 61 منډو د ماتې خوړولو نه پس د پاکستان د محدود اوورز ټيم هیډ کوچ مائک هیسن وئېلي دي د هند ډلې په هر څانګه كښې وړومبے والے اوښودو او بريا يې تر لاسه كړه ۔ د هغوي تر مخه د دې کارکردګۍ نه پس د لوبغاړو د کوټې ماحول دېر د مایوسۍ ښکار دے ۔ د میچ نه پس میډیا سره خبرو هغه ووئېل په دويم اننګز كښې بال د وړومبي اننګز په مقابل كښې زیات خوئېدولو ، په كومه چې بولرز د ستونزو سره مخ وو ۔ هغه د هند بلے باز ایشان کارکردګي ستائلو سره ووئبل هغه په ښه بیټنګ کولو د میچ رخ د خپلې ډلې پلو تاؤ كړو ۔ د هیډ کوچ وېنا وه عثمان طارق ته د هغه ټاكلي کردار تر مخه په سم وخت میدان كښې كوز كړو ۔ د هغه تر مخه د وړومبي بال كولو پرېكړه سمه وه ځكه چې په ابتدائي اننګز كښې بال زیات تاوېدولو ، خو بیټنګ كښې ډلې ښه کارکردګي ونه ښودله ۔ ایشان کشن په خاص توګه په اسپنرز خلاف فشار برقرار اوساتلو۔ هغه زياته كړه كه ډلې له په ټورنامنټ كښې مخ په وړاندې تلل دي نو دوي له به په هره كچه ښه لوبه كول وي ۔۔






