کولمبو ۔14فروری(اے پی پی) د ټی ټوئنټی ورلډ کپ 2026 ګروپ اے تر ټولو لويه او هائي وولټېج مقابله د اتوار په ورځ په 15 فرورۍ كولمبو كښې كيږي چرته به چې روايتي حريف پاكستان او هند يو بل ته مخامخ كيږي۔ مېچ به د سري لنكا په آر پریماداسا ستېډيم كښې د ځائي و خت له مخې ماښام 7 بجې پېل كيږي۔ دواړخ لوبډلې متوازن او پراعتماد ښكاري۔ د …
ټی ټوئنټی ورلډ کپ 2026 ، د روایتی حریف پاکستان او هند هائي وولټيج مقابله سبا كيږي

مزید خبریں
کولمبو ۔14فروری(اے پی پی) د ټی ټوئنټی ورلډ کپ 2026 ګروپ اے تر ټولو لويه او هائي وولټېج مقابله د اتوار په ورځ په 15 فرورۍ كولمبو كښې كيږي چرته به چې روايتي حريف پاكستان او هند يو بل ته مخامخ كيږي۔ مېچ به د سري لنكا په آر پریماداسا ستېډيم كښې د ځائي و خت له مخې ماښام 7 بجې پېل كيږي۔ دواړخ لوبډلې متوازن او پراعتماد ښكاري۔ د پچ رپورټ له مخې د كولمبو وكټ بېټرز او بولرز دواړو لپاره ښه ګڼلې شي۔ دلته د اولني اننګز اوسط سكور نزدے 150 رنز دے۔ بياهم د هدف تعاقب كوونكو لوبډلو ريكارډ ښه پاتے شوے دے۔ د موسم حوالې سره د ماښام په وخت كښې د باران كېدو پېشګوئي شوې ده۔ شېبه ګھړۍ له د باران دلاسه مېچ كښې دمې امكان لري او د ضرورت له مخې مېچ كم اوورز سره هم كېدې شي۔ د شمېرو له مخې په ټي ټوئنټي ورلډ كپ كښې هند ته د پاكستان په مقابله كښی ښكاره بريا ترلاسه ده۔ تر دې دمه شوو 8 مقابلو كښې هند 7 او پاكستان يو مېچ ګټلے دے۔ پاكستان دا مېچ په ورلډ كپ 2021 كښی ګټلے و۔ په هندي لوبډله كښې ابھیشک شرما، ایشان کشن، کپتان سوریا کمار یادیو، تلک ورما، شیوم دوبے، ہاردک پانډیا، اکسر پټیل، واشنګټن سندر، جسپریت بمراہ، ارشدیپ سنګھ او ورون چکرورتی شاملېدې شي۔ د پاكستان په لوبډله كښی د صاحبزادہ فرحان، صائم ایوب، بابر اعظم، فخر زمان، کپتان سلمان علی آغا، شاداب خان، فهیم اشرف، نواز، شاهین شاہ آفریدی، نسیم شاہ او عثمان طارق د شاملېدو امكان دے۔ د كركټ پوهانو له مخې دا به يوه سخته مقابله وي بياهم په فشار كښې ښه لوبه كوونكې لوبډله به كاميابي ترلاسه كوي۔






