لسم آئي سي سي مينز ټي 20 نړيوال جام كښې به سبا نور درې ميچونه كيږي

کولمبو۔12فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې په آئی سي سي مېنز ټی 20 ورلډ کپ كښې به سبا ( د جمعې په ورځ) نور درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو آسټرېلیا او زمبابوے ترمينځه د كولمبو په آرپريما داسا سټېډيم كښې ٬ دوېم به د ګروپ ډي لوبډلو كاناډا او يو اے اي ترمينځه په ارون …

کولمبو۔12فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر سېوري لاندې په آئی سي سي مېنز ټی 20 ورلډ کپ كښې به سبا ( د جمعې په ورځ) نور درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو آسټرېلیا او زمبابوے ترمينځه د كولمبو په آرپريما داسا سټېډيم كښې ٬ دوېم به د ګروپ ډي لوبډلو كاناډا او يو اے اي ترمينځه په ارون جېټلی سټېډيم ٬ ډيلي او درېم او وروستے مېچ به د ګروپ اے لوبډلو امريكا او نيدرلېنډز ترمينځه په ارون اېم اے چدمبرم سټېډيم ، چنائی كښې كيږي۔ د محدود اوورز فارمېټ لسم مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په هند او سري لنكا كښې روانې دي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې برخه اخلي ۔ كوربه لوبډله هند دفاعي چيمپئن ده۔ په مېګا ايونټ كښې د فائنل په شمول 55 مېچونه به كولې شي او د جام فائنل مېچ به په 8 مارچ كېږي