اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزيشن ليډر لخوا د پاك پوځ په حواله بيانونه غېر ذمه واره ګرځولو سره وئيلي دي دا ډول بيانونه د دې قامي ادارې كمزورې كولو مترادف دي، چا چې هېواد لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ پاك پوځ د وطن سلامتيا او حفاظت لپاره خپل ځانونه قربانوي او زمونږ رېډ لائن دے۔ د …
د پاك پوځ اسفران ٬ ځوانان د وطن سلامتيا او حفاظت لپاره خپل ځانونه قربانوي ۔ خواجه محمد آصف

مزید خبریں
اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف په قامي اسمبلۍ كښې د اپوزيشن ليډر لخوا د پاك پوځ په حواله بيانونه غېر ذمه واره ګرځولو سره وئيلي دي دا ډول بيانونه د دې قامي ادارې كمزورې كولو مترادف دي، چا چې هېواد لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ پاك پوځ د وطن سلامتيا او حفاظت لپاره خپل ځانونه قربانوي او زمونږ رېډ لائن دے۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په ذاتي وضاحت ده ووئيل په جمهوريت كښې سياسي اختلافات فطري وي، مونږ په پاليسو او نظريات اختلاف كولې شو خو ولې دا ډول يوه قامي اداره په نخښه كول نامناسب دي۔ ده ووئيل پاك پوځ د وفاق او ټولو صوبه دے٬ په تېرو څو كالو كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د زرګونو په شمېر افسران او ځوانان شهيدان شوي۔ وفاقي وزير دا “وفاقي فورس” ګرځولو سره ووئيل د پاك پوځ افسران او د ځوانانو تعلق پنجاب، سندھ، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، آزاد کشمير، ګلګت بلتستان او د اقليتي ورورولۍ پشمول ګرد هېواد څخه دے٬ د پاك پوځ ساخت د وفاق عكاسي كوي او يوه حقيقي قامي اداره ده






