په لسم آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ كپ كښې به سبا نور درې ميچونه كيږي

ممبئۍ۔11فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سيوري لاندې د آئي سي سي مینز ټي 20 ورلډ کپ كښې سبا (د زيارت په ورځ) درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو سري لنكا او د عمان ترمينځه په پالے كېلي انټرنېشنل كركټ سټيډيم ٬ پالي كېلي كښې ٬ دوېم مېچ به د ګروپ سي لوبډلو نیپال او اطاليه ترمينځه وانکھېډے …

ممبئۍ۔11فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سيوري لاندې د آئي سي سي مینز ټي 20 ورلډ کپ كښې سبا (د زيارت په ورځ) درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ بي لوبډلو سري لنكا او د عمان ترمينځه په پالے كېلي انټرنېشنل كركټ سټيډيم ٬ پالي كېلي كښې ٬ دوېم مېچ به د ګروپ سي لوبډلو نیپال او اطاليه ترمينځه وانکھېډے سټېډیم، ممبئۍ او درېم او وروستے مېچ به د ګروپ اے لوبډلو هند او نمييا ترمينځه ارون جېټلي سټېډيم ٬ ډيلي كښې كيږي۔ د محدود اوورز فارمېټ لسم مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په هند او سري لنكا كښې روانې دي په كومو كښی چی د كركټ مينه والو ته د سختو مقابلو كتلو موقعې ترلاسه كيږي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې ټائيل ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ كوربه لوبډله هند دفاعي چيمپئن ده۔ په مېګا ايونټ كښې د فائنل په شمول 55 مېچونه به كولې شي۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 8 مارچ كېږي