اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) په آئي سي سي ټي ټونټي ورلډ كپ 2026 كښې حكومت قامي لوبډلې له د هند په ضد د ميچ كولو اجازه وركړه۔ اوس به پاكستان د هند په ضد په 15 فرورۍ د شېډول له مخې مېچ كوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې وزيراعظم شهباز شريف ته د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن رضا نقوي د پی سی بی انټرنېشنل کرکټ کونسل استازو او …
په ټي ټونټي ورلډ كپ كښې حكومت قامي لوبډلې له د هند په ضد د ميچ كولو اجازه وركړه
اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) په آئي سي سي ټي ټونټي ورلډ كپ 2026 كښې حكومت قامي لوبډلې له د هند په ضد د ميچ كولو اجازه وركړه۔ اوس به پاكستان د هند په ضد په 15 فرورۍ د شېډول له مخې مېچ كوي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې وزيراعظم شهباز شريف ته د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن محسن رضا نقوي د پی سی بی انټرنېشنل کرکټ کونسل استازو او د بنګله دېش كركټ بورډ ترمينځه د شوو اعلی كچ خبرو د نتيجو په اړه په رسمي توګه بريفنګ وركړو۔ د پاكستان حكومت د بنګله كركټ بورډ لخوا پي سي بي ته په باضابطه توګه ته وړاندې كړے شوو درخواستونو سره سره سري لنكا ٬ متحده عرب امارات او نورو غړو هېوادونو سره د خبرو جاج واغست۔ د پاكستان حكومت د پي سي بي صدر امين الاسلام بيان خوشبينه ګڼي۔ پاكستان د دې خبرې پخلے كوي چې هغه بنګله دېش سره يو برابر ولاړ دے۔ د ګڼ اړخيزه خبرو او مشاورت په نتيجه كښې د پاكستان حكومت خپلې قومي لوبډلې له په 15 فرورۍ آئی سي سي مېنز ټي ټونټی ورلډ کپ كښې د خپل شېډول له مخې د هند په ضد مېچ له مېدان ته د كوزېدو اجازه وركړه۔ د آئي سي سي او ملګرو هېوادونو په درخواست پاكستان پرېكړه بدله كړه۔ وزیراعظم او پاکستانی اولس “مېن ان ګرین” لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔(







