لاهور۔6فروري (اے پي پي)د آئي سي سي مینز ټي ټونټي ورلډ کپ په تاریخ كښې تر اوسه 9 ایډیشنز شوي دي چې پكښې 6 مختلف ډلو د چیمپئن جوړېدو اعزاز تر لاسه كړے دے ۔ په دې مختصر فارمیټ كښې څو ډلو خپل وړومبے والے ثابت كړو او د کرکټ خوښوونكو ته يې یادګار لمحې وركړې ۔ په كال 2007 كښې وړومبے ټي ټونټي ورلډ کپ هند وګتلو او په …
د ټي ټونټي ورلډ کپ 9 ایډیشنز كښې پاکستان په 2009 كښې فاتح پاتي ؤ
لاهور۔6فروري (اے پي پي)د آئي سي سي مینز ټي ټونټي ورلډ کپ په تاریخ كښې تر اوسه 9 ایډیشنز شوي دي چې پكښې 6 مختلف ډلو د چیمپئن جوړېدو اعزاز تر لاسه كړے دے ۔ په دې مختصر فارمیټ كښې څو ډلو خپل وړومبے والے ثابت كړو او د کرکټ خوښوونكو ته يې یادګار لمحې وركړې ۔ په كال 2007 كښې وړومبے ټي ټونټي ورلډ کپ هند وګتلو او په 2009 كښې پاکستان ټائټل پخپله نامه كړو۔دغسې په كال 2010 كښې انګلینډ په وړومبي ځل نړيوال چیمپئن جوړ شو ۔ ویسټ انډیز په كال 2012 كښې ټرافي وګتله او په 2016 كښې په دويم ځل يې د چیمپئن جوړېدو درناوے تر لاسه كړو ۔ په كال 2014 كښې سري لنکا ټي ټونټي ورلډ کپ وګټلو بيا په كال 2021 كښې آسټریلیا په وړومبي ځل ټي ټونټي ورلډ کپ پخپله نامه كړو ٬ دغسې په كال 2022 كښې انګلینډ په دويم ځل ټائټل ترلاسه كړو ۔ دغسې په كال 2024 كښې هند يو ځل بيا نړيوال چیمپئن جوړېدو سره خپلې كاميابۍ زياتې كړې ۔







