پاكستان او ازبكستان د شريكې اعلاميه پشمول بيلو څانګو كښې د مرستې په 29 لوظ نامو او ايم او يوز لاس ليك وكړو

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)پاكستان او ازبكستان د شريكې اعلاميې پشمول د تجارت ، انفارمیشن ټیکنالوجی، زراعت و غذائی تحفظ، کان کنی، دفاعی مرستې ، ماحولیاتی بدلون ، لوبو او كلتور، داروګانو جوړولو ، د نشه اي توكو مخ نيوي او نورو څانګو كښې د مرستې په 29 لوظ نامو او ایم او یوز لاس ليك كړے دے ۔په دې لړ كښې د زيارت په ورځ د ازبكستان …

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)پاكستان او ازبكستان د شريكې اعلاميې پشمول د تجارت ، انفارمیشن ټیکنالوجی، زراعت و غذائی تحفظ، کان کنی، دفاعی مرستې ، ماحولیاتی بدلون ، لوبو او كلتور، داروګانو جوړولو ، د نشه اي توكو مخ نيوي او نورو څانګو كښې د مرستې په 29 لوظ نامو او ایم او یوز لاس ليك كړے دے ۔په دې لړ كښې د زيارت په ورځ د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف دورې په مهال خاص دستوره وشوه چې پكښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ازبكستان صدر شوكت مرزائيوف ګډون وكړو۔دواړو لارښودو د پاكستان او ازبكستان ترمينځه په شريكه اعلاميه لاس ليك وكړو او تبادله وكړه ة د دې نه پس د مفاهمت ګڼ شمېر يادښتونو او لوظ نامو د دواړو هېوادونو اړوندو وزيرانو ترمينځه د دستاويزات تبادله وشوه۔ د دواړو هېوادونو خارجه چارو وزارتونو ترمينځه 2025-2008 لپاره د مرستې په لوظ نامه خارجه وزير اسحاق ډار او د ازبكستان صدر خارجه چارو صلاحكار٬ د پري فيرنشل ټريډ ايګريمنټ له مخې د ګډز لسټ پراختيا په پروټوكول د تجارت وزير جام كمال خان او د ازبكستان د سرمايه كارۍ او تجارت وزير٬ د ټيكسټائل او ملبوسات څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې په لوظ نامه د تجارت وزير جام كمال خان٬ د ازبكستان لائټ انډسټري پرمختګ لپاره د جوړې ادارې ډائرېكټر٬، د کان کني او جيو سائنس څانګه كښې مرستي لپاره د پټروليم ډويژن وزارت او د ازبکستان مائننګ او جيو سائنس صنعت ترمينځه د مفاهمت په يادښت خارجه وزير اسحاق ډار او د ازبکستان کان کني و جيالوجي وزير ، د سزا يافته مجرمانو تبادلې /حوالګۍ په لوظ نامه د كورنيو چارو وزير مملکت چوهدري طلال احمد او د ازبکستان صدر د خارجه چارو صلاحكار ، د منشيات مخنيوي لپاره د مرستي په لوظنامه د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري او د ازبکستان صدر صلاحكار،د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن په څانګو كښې د دواړو هېوادونو اړوندو وزارتونو كښې د مفاهمت په يادښت لاس ليك د انفارمېشن ټيکنالوجي و ټيلي کام وزير شزا فاطمه خواجه او د ازبکستان د سرمايه کاري و تجارت وزير، د سائنسي تعليم ، کلچرل و آرکيټيکچرل هيريټيج تحفظ و تحقيق و ودې لپاره په لوظنامه د قامي كلتوري ورثې وزير اورنګزيب کھچي او د ازبکستان د كلتور وزير،د كلتور په څانګه كښې مرستي لپاره د دواړو هېوادونو اړوندو وزارتونو كښې د مرستي په لوظنامه وفاقي وزير اورنګزيب کھچي او د ازبکستان د كلتور وزير،د پاکستان ايګري کلچر ريسرچ کونسل ، پي اے آر سي او د ازبکستان زراعت وزارت ترمينځه په اېم او يو وفاقي وزير رانا تنوير او د ازبکستان د زراعت وزير، د تازه ميوو درآمد لپاره د فائټو ضروريات پورا کولو لپاره د پلانټ پروټيکشن په څانګه كښې په پروټوکول د دواړو هېوادونو د زراعت وزيرانو، د فوډ سيکورټي لپاره د مرستي په لوظنامه د دواړو هېوادونو د زراعت و فوډ سيکورټي وزيرانو ، کراچۍ ، ګوادر، پورټ قاسم بندر ځايونو د کارګو کنټينرز په اړه د ميري ټائم ټريډ اينډ پيري فيرنشل پورټ ارينجنمنټس لپاره په ايم او يو د بحري چارو وزير جنيد انوار چوهدري او د ازبکستان د سرمايه کاري و تجارت وزير ٬ د دفاعي مرستي لپاره په ايکشن پلان او روډ ميپ د دفاع وزير خواجه محمد آصف او د ازبکستان د دفاع وزير ، اين ډي ايم اے او د ازبکستان اکالوجي و ماحولياتي بدلون د قامي کمېټۍ ترمينځه اکالوجي و ماحولياتي بدلون او د ډيزاسټر مينجمنټ په څانګه كښې په ايم او يو د دفاع وزير خواجه آصف او د ازبکستان د دفاع وزير ، د اين ډي ايم اے او ازبکستان هنګامي صورتحال وزارت ترمينځه ډيزاسټر مينجمنټ په څانګه كښې مرستي لپاره په ايم او يو هم د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو،كوچني او مينځنۍ درجې کاروبار كښې سهولت لپاره د صنعت و پيداوار وزارت او د ازبکستان اکانومي و فنانس وزارت ترمينځه په ايم او يو د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او د ازبکستان د سرمايه کارۍ او تجارت وزير ،د ډرګ ريګوليټري اتھارټي او ازبکستان فارماسيوټيکل مصنوعات لپاره د سټيټ انسټي ټيوشن سنټر ترمينځه دفارماسيوټيکل مصنوعات ريګوليټري چارو په اړه مرستي لپاره په اېم او يو د صحت وزير مصطفيٰ کمال او د ازبکستان فارماسيوټيکل انډسټري ډويلپمنټ ادارې ډائريکټر ، د فزيکل کلچر و سپورټس په څانګه كښې مرستي لپاره د پاکستان سپورټس بورډ او ازبکستان د كلتور وزارت ترمينځه په ايم او يو د بين الصوبائي رابطو وزير رانا ثناء الله او ازبکستان د سرمايه کارۍ او تجارت وزير ترمينځه د لاس ليك وشو او دستاويزات تبادله وشوه ۔ دې نه ځانله د پاکستان او ازبکستان ترمينځه چې د كوم اېم او يوز او لوظنامو اعلان شوے په هغې كښې د يونيورسټي آف پشاور او تاشقند يونيورسټي آف اورينټل اسټډيز ترمينځه ايم او يو، د انسټي ټيوټ آف سټريټيجک سټډيز اسلام آباد او ازبکستان انسټي ټيوټ سټريټجک اينډ ريجنل اسټډيز ترمينځه ايم او يو ، د خارجه وزارت ترمخه د انسټي ټيوټ آف ريجنل اسټډيز او ازبکستان انسټي ټيوټ سټريټجک و ريجنل اسټډيز ترمينځه د پاکستان ازبکستان ايکسپرټ کونسل جوړولو لپاره اېم او يو ، پاکستان نيوکليئر ريګوليټري اتھارټي او ازبکستان انډسټريل ، ريډي ايشن و نيوکليئر سيفټي کمېټي ترمينځه ايم او يو ، د قومي احتساب بيورو او ازبکستان اينټي کرپشن ايجنسي ترمينځه ايم او يو ، پشاور او د ترمز ښارونو انتظاميې ترمينځه د شراکت دارۍ اړيكو جوړولو لوظنامه ، اسلام آباد او د سمرقند انتظاميې ترمينځه د مرستي زياتولو لپاره ايم او يو او پاکستان ازبکستان جوائنټ بزنس کونسل جوړولو لپاره د فيډريشن آف پاکستان چيمبرز آف کامرس او ازبکستان صنعتونو ترمينځه لوظنامې هم شاملې دي،د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكي اعلاميې نه علاوه په 21 لوظنامو او د مفاهمت د يادداښتونو تبادله وشوه دغسې د 8 نورو ايم او يوز اعلان هم وشو۔

مزید خبریں