پاكستان د روغتيا په څانګه كښې په خپلو پښو اودريدو پلو تندۍ سره روان دے: د روغتيا وفاقي وزير

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي چې پاكستان د روغتيا په څانګه كښې په خپلو پښو اودريدو پلو تندۍ سره روان دے٬ وېكسين جوړولو كښې د خود كفالت قومي وژن عملي كولو كښی مهم پېشرفت شوے دے۔ د روغتيا وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښی ده ووئيل د وېكسين په مقامي كچه تيارۍ په اړه د سعودي عربستان 11 كسيزه د لوړې …

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي چې پاكستان د روغتيا په څانګه كښې په خپلو پښو اودريدو پلو تندۍ سره روان دے٬ وېكسين جوړولو كښې د خود كفالت قومي وژن عملي كولو كښی مهم پېشرفت شوے دے۔ د روغتيا وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښی ده ووئيل د وېكسين په مقامي كچه تيارۍ په اړه د سعودي عربستان 11 كسيزه د لوړې كچې پلاوې نن د ګل په ورځ پاكستان ته راورسېد۔ دا خبره دې ياده وي چې د وفاقي وزير مصطفی كمال خپل سعودي همڅنګ سره تر دې دمه درې مهم ملاقاتونه شوي دي په كومو كښې چې د وېكسين په ځائي كچه په تيارولو ٬ سرمايه كارۍ او د تكنيكي همكارۍ په څير په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده۔ د روغتيا وفاقي وزير له مخې د سعودي عربستان دې پلاوي دوره به د وېكسين په ځايې كچه د تيارولو عمل ته عملي شكل وركولو پلو يو پرېكنده ګام ثابت شي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې اولس ته محفوظ او معياري وېكسين وركول د حكومت اولنۍ ترجيح ده