د يونيسكو ډي جي ډاكټر خالد العناني د ټيكسلا دوره

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د يونېسكو ډي جي ډاكټر خالد العناني د ټېكسلا دوره وكړه او په تحقيق كښې د مصروف زده كوؤنكو او د آثار قديمه د پوهانو خواري او شوق يۍ وستائلو۔ ټېكسلا ته په رارسېدو د يونېسكو ډي جي ته د وزيراعظم خاص مرستيال او په يونېسكو اېګزېكټو بورډ كښی د پاكستان استازي ډاكټر سيد توقير حسېن شاه هركلې ووې۔ د ګل په ورځ د جاري شوي …

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) د يونېسكو ډي جي ډاكټر خالد العناني د ټېكسلا دوره وكړه او په تحقيق كښې د مصروف زده كوؤنكو او د آثار قديمه د پوهانو خواري او شوق يۍ وستائلو۔ ټېكسلا ته په رارسېدو د يونېسكو ډي جي ته د وزيراعظم خاص مرستيال او په يونېسكو اېګزېكټو بورډ كښی د پاكستان استازي ډاكټر سيد توقير حسېن شاه هركلې ووې۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ده ته د ټېكسلا ميوزيم ٬ د ټېكسلا تاريخي ورثې او د د روانو كندلو او تحفظ منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وروستو د يونېسكو ډي جي په ټېكسلا كښې د آثار قديمه ځايونو بِیر مونډ او سرکپ دوره وكړه۔ ده دغلته په تحقيق كښې د مصروف زده كوؤنكو او د آثار قديمه د پوهانو خواري او شوق ستائنه وكړه۔ ده د آثارِ قدیمہ او ورثې تحفظ په څانګه كښې د همكارۍ او تعليمي اشتراك په اهميت زور راوړو