اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) په پاكستان كښې به په اولني ځل د رنګ آف پاکستان او ورلډ دنګل چیمپئن شپ په مرسته دنګل ورلډ کپ 2026 ډېر زر وكړے شي٬ په دنګل ورلډ كپ 2026 كښې به د 20 هېوادونو 20 ايليټ پهلوانان ګډون كوي په كومو كښې چې پاکستان، امریکا، انګلېنډ، كاناډا ٬ جاپان ، متحدہ عرب امارات، سعودی عرب، روس او د چين په شمول د ایشیا، اروپا …
په پاكستان كښې به په اولني ځل د رنګ آف پاکستان او ورلډ دنګل چیمپئن شپ په مرسته دنګل ورلډ کپ 2026 كيږي
اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) په پاكستان كښې به په اولني ځل د رنګ آف پاکستان او ورلډ دنګل چیمپئن شپ په مرسته دنګل ورلډ کپ 2026 ډېر زر وكړے شي٬ په دنګل ورلډ كپ 2026 كښې به د 20 هېوادونو 20 ايليټ پهلوانان ګډون كوي په كومو كښې چې پاکستان، امریکا، انګلېنډ، كاناډا ٬ جاپان ، متحدہ عرب امارات، سعودی عرب، روس او د چين په شمول د ایشیا، اروپا او منځني ختيز نور هېوادونه شامل دي۔ ددې خبرې اعلان د دنګل پاكستان چيئرمېن او د رنګ آف پاكستان باني سيد عاصم علي كاظمي ، چیف اېګزېکټو رنګ آف پاکستان عمران شاہ او د پاکستان فېډرل یونین آف جرنلسټس (پی اېف یو جے) صدر افضل بټ په نېشنل پرېس کلب اسلام آباد كښې د دنګل ورلډ کپ 2026 لاؤنچنګ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د ګل په ورځ پرېس كلب څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې سید عاصم علی کاظمی وئيل په پاكستان كښې په اولني ځل دنګل ورلډ کپ پېل كولے شي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه پاكستان لپاره كار كول وي۔ چیف اېګزېکټو رنګ آف پاکستان عمران شاہ ووئيل چې رنګ آف پاکستان ګرد هېواد څخه ټېلنټ رامخے ته كوي٬ ځوانانو پهلوانانو ته به په نړيواله كچه موقعې وركولې شي۔ د لاهور پهلوانان به برطانيه ته بوتللې شي چرته به چې د هغوي مقابله د هند پهلوانانو سره كيږي۔







